اوکونجو ايويالا په رسمي ډول د تجارت نړيوال سازمان د عمومي مديرې په توګه وټاکل شوه
cri2021-03-02 10:27:58
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نايجريا اقتصاد پوهه اوکونجو ايويالا د مارچ په لومړۍ نېټه په رسمي ډول د تجارت نړيوال سازمان د ۷م عمومي مديرې په توګه وټاکل شوه، د دې د ماموريت موده به د ۲۰۲۵م کال د اګېست تر ۳۱مې نېټې پورې دوام ولري. هغه د دې سازمان په تاريخ کې لومړی افريقايي او لومړۍ ښځينه عمومي مديره ده.

نوموړې په همدې ورځ د دې سازمان د عمومي شورا په يوه ويډيويي غونډه کې وويل، زه به په خپلو چارو کې خپله ټوله پوهه، شوق او زوق، تجربې او کوښښونه استعمال کړم، د تجارت نړيوال سازمان به اصلاح کړم او په دې برخه کې به برياليتوب تر لاسه کړم. (شکريه)