د چين د کورنيو توليداتو ارزښت د زياتوالي تر شا د چينايانو د ژوند ښه والی
CRI2021-03-02 15:08:37
شريکول:

د فبرورۍ په پای کې د چين حکومت له خوا په خپور شوي اقتصادي راپور کې راغلي چې د لومړنيو شمېرنو له مخې تېر کال د دغه هېواد د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۱۰۱۵۹۸ ميليارډه او ۶۰۰ مليونه يوانه و او دا رقم د وړم کال په پرتله ۲ اعشاريه ۳ سلنه زياتوالی ښودلی. تېر کال يو ډېر ځانګړی کال و، نو هر چينايي په دې پوه دی چې د دغه اقتصادي زياتوالي لپاره څومره کوښښونه شوي.

شک نشته چې د کرونا وبا اغېزمن کنترول د چين د اقتصادي پرمختګ بنسټيز شرط دی او له دغه شرط پرته په دغه هېواد کې دا نتيجه نه شوای تر لاسه کېدای چې ملي اقتصاد يې د تېر کال په دوهمه ربعه کې له منفي پرمختګ څخه مثبت پرمختګ په لوري تګ کړی دی.

د چين اقتصادي پرمختګ له دې سره مستقيم تړاو لري چې د خلکو ګټې د حکومت له خوا د پريکړو او تګلارو د جوړېدو په وخت کې د اصلي نيت په توګه ټاکل شوې. د کرونا وبا د وقايې او کنترول او د اقتصادي احيا په شمول د دواړو مسئلو پر وړاندې د چين انتخاب دا دی چې د کاري دندو او د خلکو د ژوند تأمين ته يې لومړيتوب ورکړی او د عمومي تګلارو د جوړلو په وخت کې د بازارونو د فعالو کړيو لپاره يې اړندې تګلارې طرحه او پلې کړې دي چې د لويې پيمانې په اندازه يې ماليات او فيسونه کم کړي، له منځنيو او کوچنيو تصديو سره يې پولي مرستې زياتې کړې او د بېلا بېلو سيمو د ابادۍ او د خلکو ژوند د پروژو لپاره يې د زرګونو ميليارډو يوانو په ارزښت دولتي پورونه صادر کړي دي.

د دغو اقداماتو تر سره کولو په ترڅ کې د چين نظر دا دی چې يوازې د تصديو په شمول د بازارونو فعالو ډلو ته خونديتوب ورکول شي، کاري دندې او د خلکو د ژوند ثبات به نسبتاً تامين شي.

د يادو اقداماتو مثبته نتيجه رامنځته شوې. په ۲۰۲۰ کال کې د چين په ښارونو او علاقه داريو کې د استخدام شويو کسانو د زياتوالي شمېر ۱۱ مليونه او ۸۶۰ زره و چې دا رقم له ټاکلې موخې نه اوښتی دی. د تېر کال په پای کې د پلټنې له مخې د هېواد په ښارونو او علاقه داريو کې د بېکارۍ انډول ۵ اعشاريه ۲ سلنه او د ثبت شويو بېکارو انډول ۴ اعشاريه ۲ سلنه و چې دواړه له اټکلي موخې نه ټيټ دي. په تېرو مسلسلو دوو کلونو کې په چين کې د هر تن په سر د کورنيو توليداتو ارزښت له لس زرو امريکايي ډالرو نه زيات و. تېر کال د وګړو منځنی عايد ۳۲۱۸۹ يوانو ته رسيدلی چې د وړم کال په پرتله ۲ اعشاريه ۱ سلنه زيات شوی.

د چين اقتصادي پرمختګ نه يوازې چينايان راضي کړي، بلکې د نړيوالې اقتصادي احيا په هڅولو کې هم د يو عمده ځواک په توګه ګرځيدلی دی.

د چين اقتصادي احيا په نړۍ کې د کرونا وبا ضد مبارزې لپاره خدمتونه کړي دي. د چين د بشپړ صنعتي سيستم او سالم ترانسپورټي سيستم له لارې محافظتي توکو او د ژوند او کار لازمو توکو ته د زياتو بهرنيو هېوادونو لاس رسی او اړتياوې پوره کړې دي.

د اړوندو سيمو د شمېرنې له مخې، تېر کال چين په لومړي ځل د امريکا پر ځای د اروپايي ټولنې لومړی لوی تجارتي ملګری او د مکسيکو پر ځای يو ځل بيا د امريکا لومړی لوی سوداګريز ملګری ګرځېدلی دی او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې يې له پرتو هېوادونو سره د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت د وړم کال په پرتله يو سلنه زياتوالی ښودلی دی.

بر سيره پر دې، د چين د ورخلاصون پياوړتيا د ګردې کرې تصديو ته د پانګونې فرصتونه رسولي دي. تېر کال د چين له خوا د استفاده شويو بهرنيو پانګو ارزښت زر ميليارډه يوانو ته رسيدلی چې دا د وړم کال په پرتله ۶ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي او له دې جملې څخه د لوړې تکنالوژۍ په صنايعو کې د استفاده شويو بهرنيو پانګو د زياتوالي انډول ۱۱ اعشاريه ۴ سلنه دی. د کرونا وبا تر اغېزو لاندې، د چين بازار د نړيوالو پانګو لپاره تر ټولو د خوښې او جذاب ځای ګرځيدلی دی.

نړيواله ټولنه اټکل کوي چې د چين د اقتصادي احيا تمايل به په روان کال کې وساتل شي. د بلومبرګ اژانس په دې وروستيو کې خبر ورکړ، د چين عمده اقتصادي شاخصونه چې زياتره اقتصاد پوهان ورته پاملرنه کوي، په پر له پسې توګه به لوړ شي.

اوس په نړۍ کې د کرونا وبا او د اقتصاد راتلونکی حالت لا څرګند نه دی او د چين اقتصاد پر وړاندې ننګونې او فرصتونه شتون لري. د پام وړ ښه خبر دا دی چې د چين اقتصاد ښه او د ثبات وضعيت نه دی بدل شوی. سږ کال د چين د راتلونکي پنځه کلن پلان له پيل سره برابر دی او چين به د لا لوړ کيفيت، لا عادلانه، لا دواملرونکي او لا خوندي پرمختګ لپاره هڅې وکړي او په دې بهير کې به د ډاډمن ژوند په اړه د لا زياتو خلکو هيلې تر سره او پوره شي.