د چين خارجه وزارت: د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې د امريکا له مداخلې سره ټينګ مخالفت کوو
CRI2021-03-03 10:01:46
شريکول:

د خبر له مخې، د امريکا د عوامو مجلس مشرې نانسي پېلوسي په دې ورځو کې د اويغوريانو د بشري حقونو له تش په نامه مدافعينو سره وکتل. د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۲مه نېټه په بېجينګ کې په دې اړه څرګنده کړه چې د اويغوريانو د بشري حقونو تش په نامه مدافعين په حقيقت کې چين ضد تجزيه غوښتونکي دي. چين د امريکا له داسې کړنو سره ټينګ مخالفت کوي چې له بشري حقونو څخه د دفاع او د شينجيانګ خلکو ته د استخدامي فرصتونو د برابرولو لپاره د چين پر زياتو هڅو سترګې پټې کړي او د بشري حقونو په پلمه د چين پر اړوندو تګلارو نيوکه او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې مداخله وکړي. امريکا بايد په خپل هېواد کې د نژادي تبعض او د پوليسو لخوا د زور اچونې په شمول مسئلو ته په درنه سترګه وګوري او په واقعي کړنو سره د بشري حقونو خپل حالت ښه کړي. 

( سپوږمۍ)