د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريک ولسمشر جوبايډن د مارچ په ۲مه نېټه څرګنده کړه چې امريکا به د راتلونکې مې له پای مخکې بالغو امريکايانو ته د تزريق کولو لپاره کافي واکسين برابر کړي.
هغه وويل چې د امريکا جونسن(Johnson) شرکت به له ميرک(Merck) شرکت سره نژدې همکاري وکړي څو ژر تر ژره د کرونا وبا ضد جونسن(Johnson) واکسين زيات توليد کړي. امريکايي حکومت به د دفاعي توليد قانون له مخې د واکسين توليد هڅونه وکړي.
( سپوږمۍ)