د افغانستان په ختيځ کې د يو ټلويزيون ۳ کارکوونکي په ډزو ووژل شول
CRI2021-03-03 09:56:55
شريکول:

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د يو ټلويزيون ۳ ښځينه کارکوونکي د مارچ په ۲مه نېټه په ډزو ووژل شول.

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ځايي حکومت تائيد کړي چې د دغه ښار د يو ټلويزيون ۳ ښځينه کارکوونکي په همدې ورځ خپلو کورونو ته د تګ په لار کې په ډزو ووژل شول، بريد کوونکي له بريد وروسته تښتېدلي. ځايي پوليس اوس په پلټنې بوخت دي. 

تر اوسه هېڅ شخص يا ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. افغان طالبانو په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي دي.

( سپوږمۍ)