د چين کمونېست ګوند سل کلن ځلانده تاريخ
CRI2021-03-03 15:51:04
شريکول:

له معول سره سم، هر کال د مارچ په ۳مه نېټه د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډه پرانيستل کېږي. خو آيا تاسو په دې اړه معلومات لرئ که نه چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د لومړۍ ملي کمېټې لومړۍ کلنۍ غونډه کله او په کوم ځای کې تر سره شوه؟

تاريخ دا دی چې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د لومړې دورې ملي کمېټې لومړې کلنۍ غونډه د ۱۹۴۹ کال د سپتمبر په ۲۱مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د مختلفو سياسي ګوندونو، ډلو، غير ګوندي شخصيتونو او ځانګړو استازيو په شمول ۶۶۲ تنو په دغه غونډه کې ګډون وکړ او د چين وخت دولت رئيس ماو ځه دونګ د دې غونډې مشري او يوه وينا يې وکړه.

دغه تاريخي غونډه په جدي او توده فضا کې تر سره شوې چې پکې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ګډې تګلارې په نوم د لنډ مهالي اساسي قانون په څېر يو مهم سند تصويب شو، د نوي چين رسمي نوم، ملي بيرغ، ملي سرود او ملي جشن يې وټاکه. دغه راز د نوي چين لومړی صدر اعظم جو ان لای په ډېرې خوشحالۍ سره د دې غونډې په ترڅ کې د نوي چين د پلازمېنې په توګه د بېجينګ ښار ټاکل هم اعلان کړل. ځکه چې په هغه وخت کې د نوي تقنيني ارګان نه و جوړ شوی، نو د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس لومړې ملي کمېټې په لنډ مهالي توګه تقنيني دنده هم تر سره کړه چې دا معنی ورکوي چې د چين ولسي جمهوريت په حقيقت کې جوړ شوی و. د نوي چين د جوړېډو په اړه سياسي مشوره تر دې وروسته په چين کې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو او ډلو ترمنځ د سياسي همکارۍ او سلامشورې يوه بريالۍ او تاريخي نمونه ګرځېدلی او د نوي چين لومړۍ تاريخي پاڼه يې پرانيستې ده.

د چين د وخت دولت رئيس ماو ځه دونګ د دې غونډې په پای کې رسماً اعلان وکړ:【د چين د خلکو ازادي بښوونکې جکړه او د خلکو انقلاب بريالی شو! د چين ولسي جمهوريت جوړ شو! د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس هم جوړ شو! راځې چې د دې لمانځنه وکړو!】