د چين د بهرنيو چارو وزير د چين او پاکستان تر منځ اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې فعاليت د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ
cri2021-03-03 10:42:14
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په دوهمه نېټه په بېجينګ کې د ويډيو له لارې د پاکستان له خارجه وزير شاه محمود قريشي سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې د لمانځنې فعاليت د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ.

نوموړي وويل، چين او پاکستان دې د ۷۰يمې کليزې په لمانځنې سره لا په لوړه کچه، پراخې او ژور همکاري تر سره کړي، متقابل سياسي اعتماد دې ژور کړي، د ګډو ګټو او مهمو مسئلو په ساحه کې دې په مداوم ډول يو له بل ملاتړ وکړي، د سترو ستراتيژيکو مسئلو په باب يې د نظريو تبادلې پياوړې کړي او د نړيوالو او سيمه ييزو وضعيتونو او ننګونو پر وړاندې يو لاس شي.

قريشي وويل، پاکستان د يو چين د پېژندنې پاليسۍ او د يو کمربند او يوې لارې د اباد تګلارې ټينګ ملاتړ کوي او پر دې باور لرو چې د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز به د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو په بهير کې دې پر يوې نمونې بدل شي. (شکريه)