په امريکا کې ترهګري له اوږدې مودې راهيسې د خپرېدو په حال کې ده
cri2021-03-03 15:06:38
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د متحده ايالتونو د فډرالي تحقيق بيورو مشر کريستوفير رای د مارچ په دوهمه نېټه وويل، د متحده ايالتونو د فډرالي تحقيق بيورو د هيل پېښه چې د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه رامنځته شوه، ترهګريزه پېښه وګڼله. ترهګري په تيره اوږده موده کې په امريکا کې خپره شوې او په نژدې راتلونکې کې به ختمه نشي.

نوموړي په همدې ورځ د هيل پېښې د ګواهي اورېدو په بهير کې يادې خبرې وکړې. د ده په خبره، يادې بيورو تر اوسه د هيل پېښې په باب څه باندې ۲۷۰ شکمن کسان نيولي دي او له دغو کسانو څخه د نژاد پرستۍ په اړه تندلاران هم شامل دي. يادې بيورو په ۲۰۱۹م کال کې دغسې کسان د ډېرو خطرناکو کسانو په لېست کې زيات کړي. (شکريه)