په جرمني کې د چين لوی سفارت د بورګيمناسيوم منځني ښوونځي ته د چين د لومړۍ مېرمنې پنګ لي يوان پيغام وسپاره
中德2021-03-03 11:22:31
شريکول:

د کرونا وبا د خپرېدو له امله، د جرمني د بورګيمناسيوم منځنی ښوونځی د څه باندې ۲ مياشتو لپاره تړل شوی او د فبرورۍ په وروستيو لسو ورځو کې بيا خلاص شو. په جرمني کې د چين د لوی سفارت کارکوونکي شخصا دغه ښوونځي ته تللي او هغوې ته يې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مېرمنې پروفيسورې پنګ لي يوان پيغام تسليم کړ.

مېرمني پنګ لي يوان په دې پيغام کې ويل شوي چې هيله ده دغه ښوونځی د چين او جرمني د خلکو تر منځ د دوستۍ د ژورتيا لپاره لا زيات خدمتونه وکړي. د ښوونځيو د ښوونکو او زده کوونکو استازو هم د چين لوی سفارت له لارې مېرمن پنګ لي يوان ته ځوابي پيغام واستاوه.

د دې ښوونځي زده کوونکو له چيني او جرمني مېلمنو سره د چيني ژبې د زده کړې او چين ته د خپلو سفرونو په اړه احساسات او درک شريک کړی او و يې ويل، چې د کرونا وبا د خپرېدو له مخنيوي وروسته به تګ راتګ بيا پيل کړو. دغه ښوونځي هم د چيني او جرمني ځوانانو تر منځ د تبادلې او دوستۍ د ژورتيا لپاره کوښښونو او خدمتونو ته د دوام ورکولو هيله ښکاره کړه. (شکريه)