د چيني حکومت د ۲۰۲۰م کال په کاري راپور کې ليکل شوي ۱۷ ټاکلي موخې لرونکې دندې بشپړې شوې دي
cri2021-03-03 15:22:49
شريکول:

د چيني حکومت ويبپاڼې د مارچ په ۲مه نېټه خبر ورکړ چې د ۲۰۲۰م کال په کاري راپور کې ليکل شوي، ۱۷ ټاکلې موخې د همدغه کال په پای کې بشپړې شوې او له دې جملې څخه د څو دندو د ادا کېدو سويه تر اټکل هم لوړه ده. د خلکو ژوند د ښه والي په غرض څو دندې د اټکل په پرتله په لا ښه توګه بشپړې شوې. لکه، په ښارونو، ښارګوټو او کليو کې د زيات شويو کاري فرصتونو شمېر له ټاکلي شمېر ۹ ميليونو څخه ۱۱ ميليونه ۸ لکه او ۶۰ زرو ته زيات شوی. د سي پي ايي ګراف (CPI) د زياتېدو اندازه له ټاکلي ۳.۵ سلنې څخه ۲.۵ سلنې ته ټيټه شوې. د ترميم شويو زړو استوګنځيو شمېر له ټاکلي ۳۹ زرو څخه ۴۰.۳ زرو ته زيات شوی. او داسې نور.

همدرانګه د شرکتونو د توليداتو مصرفونه هم په څرګند ډول ټيټ شوي چې پروسږ کال د کم شويو مصرفونو عمومي ارزښت د ۲۰۱۹م کال په نسبت ۲۵۰۰ ميليارډ يوانه زيات شوی. (شکريه)