د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس خپله کلنۍ غونډه د مارچ له څلورمې تر لسمې پورې ترسره کوي
cri2021-03-03 17:41:27
شريکول:

د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس خپله کلنۍ غونډه د مارچ له څلورمې تر لسمې پورې ترسره کوي

د مارچ په درېيمه نېټه د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس په يوه مطبوعاتي غونډه کې اعلان شوی چې د دې کنفرانس سږنۍ کلنۍ غونډه د روانې مياشتې له څلورمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې ترسره کيږي.

د يادې مطبوعاتي غونډې وياند ګوه وې مين وويل، چې د دغې کلنۍ غونډې عمده اجنډا به دا وي چې د ياد ملي کمېسيون د دايمي کمېټې کاري رپوټ او له يو کال راهيسې د راټول شويو وړانديزونو سنجول، د چين د ۱۳م ملي ولسي کانګرس په ۴مه کلنۍ غونډه کې حضور لرل، د حکومت کاري رپوټ او نورو اړوندو رپوټونو اورېدل او ورباندې بحث کول او د ملي اقتصاد او ټولنيز پرمختګ پر څوارلسم ۵ کلن پلان او تر ۲۰۳۵ کال پورې د ليرې موخې پر مسودې بحث کول وي.