پروسږ کال په چين کې د اختراع ثبت حق د غوښتنو شمېر تر نورو هېوادونو زيات و
cri2021-03-03 10:45:48
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان د مارچ په دوهمه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل، که څه هم پروسږ کال کې د کرونا وبا خپرېدو د لويې پيمانې اقتصادي زيانونو سبب ګرځېدلی، خو دې سازمان ته وړاندې شوي د اختراع ثبت حق غوښتنو شمېر لا هم د زياتېدو په حال کې و، چين او امريکا په دې برخه کې ډېر وتلي وو.

د مالوماتو له مخې، پروسږ کال د چين د اختراع ثبت حق غوښتنو شمېر يو ځل بيا تر نورو هېوادونو زيات و چې عمومي شمېر يې ۶۸ زره او ۷۲۰ ته رسېدلی او د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۱۶.۱ سلنه زيات شوی.

د اړوندې شمېرنې له مخې، که څه هم پروسږ کال د نړۍ د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د کرونا وبا له امله ۳.۵ سلنه کم شوی، خو د ياد سازمان د اختراع ثبت حق د همکاريز تړون په چوکاټ کې وړاندې شوي د اختراع ثبت حق غوښتنو شمېر لا هم ۴ سلنه زيات شوی او ۲ لکه ۷۵ زره او ۹۰۰ ته رسېدلی دی. (شکريه)