وو هان : د چين مهم صنعتي مرکز
CRI2021-03-15 17:58:23
شريکول:

وو هان ښار د چين د هو بۍ ولايت مرکز او د يانګ ځه سيند د منځنې برخې پر غاړه موقعيت لري چې مساحت يې ۸۴۹۴ کيلومتره مربع دی او ۱۲ مليونه نفوس لري.

وو هان ښار د يانګ ځه سيند او د دغه سيند د لومړۍ لويې فرعي څانګې (( هان سيند)) له خوا په درېيو ناحيو يعنې وو چانګ، هان کو او هان يانګ جلا شوی. وو هان د (( سلو جهيلونو )) په نوم ياديږي، ځکه په دغه ښار کې د دونګ هو په نوم لوی جهيل او نور زيات واړه جهيلونه شتون لري. په وو هان کې د اوبو مساحت د ياد ښار د عمومي مساحت له يو په څلورمه برخې سره برابر دی.

((دونګ هو)) 

د چين د کمونېست ګوند د پنځم ملي کانګرس د تر سره کېدو ځای د وو هان د وو چانګ د بېړيو تمځای ته نژدې د (( دو فو تي)) کوڅې په شلم نمبر ودانيو کې دی. د ۱۹۲۷ کال د اپريل له ۲۷مې نېټې څخه د مې تر ۹مې نېټې پورې د چين کمونېست ګوند د ملي استازو پنځم کانګرس په دغه ځای کې تر سره شو او په دې کانګرس کې د ټاکنو له لارې د مرکزي کمېټې د څار او نظارت کمېسيون جوړ شو چې دا د چين د کمونېست ګوند په تاريخ کې د مرکزي کمېټې د ديسپلين د څارنې لومړی ارګان و.

د چين د کمونېست ګوند د پنځم ملي کانګرس د تر سره کېدو ځای

وو هان لرغونی تاريخ او غني کلتور لري. په دغه ښار کې ۳۳۹ د ليدو وړ او لرغوني ځايونه، د انقلاب د يادونې ۱۰۳ ځايونه، د هوانګ هه برج او (( دونګ هو )) جهيل په شمول د هېواد د  5Aپه کچه ۳ سيلانيزې سيمې او د هوو بې ولايت موزيم ، وو هان موزيم او (( ګوی يوان چان )) معبد په شمول د هېواد د 4A په کچه ۱۹ سيلانيزې سيمې شتون لري.

په وو هان کې د ۵۶ قومونو وګړي په ګډه ژوند کوي چې له دې جملې څخه د ملي لږکيو نفوس شاو خوا ۸۸ زره تنه دی او د دغه ښار په عمومي نفوس کې صفر اعشاريه اوه سلنه برخه نيسي. په ځايي ملي لږکيو کې د تو جيا قوم نوفوس تر ټولو زيات دی او هوی قوم  دوهم ځای لري.

وو هان د چين مهم صنعتي مرکز دی  او د اوسپنو او فولادو، موټرو، لمريزو برقي چارو، کيمياوي چارو، فلزسازۍ، نساجۍ، د بېړيو د توليد او نورو توليدي چارو او درملو د صنايعو بشپړ سيستم جوړ شوی دی.

په ۲۰۲۰ کال کې د وو هان ښار اقتصادي اندازه ۱۵۶۱.۶۱ميليارډو يوانو ته رسيدلی چې د چين په مخکښو لسو ښارونو کې يې ځای نيولی دی. تېر کال د دې سيمې د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت له ۲۴۴ ميليارډو يوانو نه اوښتی دی چې د وړم کال په پرتله ديارلس اعشاريه اوه سلنه زيات شوی دی.