د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې د طبي آسانتياوو رول
cri2021-03-19 18:26:18
شريکول:

 په دې ليکنه کې مې د بې وزلۍ له منځه وړلو په برخه کې د يو شمېر پوهانو نظرونه را اخيستي، هيله ده چې د پام وړ مو وګرځي .
دا چې د ليکنې موضوع په چين کې د بې وزلۍ له منځه وړلو په اړه د چين د حکومت لاسته راوړنې دي، نو غواړم چې تاسو پوه کړم چې چين حکومت بې وزلي په څو کته ګوريو وېشلې، سخته، متوسطه او کمه،او په لومړي ګام کې يې د سختې بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره کار کړی چې په ۲۰۲۰ کال کې يې ختمه کړې ده .
چين په ۲۰۲۰ کال کې په ټاکلي وخت د سختې بېوزلۍ د له منځه وړلو موخه بشپړه کړې ده او په دغه هېواد کې نږدې لس زره ميليونه خلک له بېوزلۍ څخه وتلي دي. ور پسې چين د کليوالو سيمو د سمسورتيا په اړه د پرمختګ نوې مرحلې ته رسېدلی دی. څو تنو کارپوهانو په دې اړه خپل نظرونه څرګند کړل.
د شينجيانګ د کرهنيزو چارو پوهنتون مشر جيانګ پينګ ان وويل، شينجيانګ په ۲۰۲۰ کال کې له ټول هېواد سره د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې برياليتوب تر لاسه کړی، په ټول شينجيانګ په تېره بيا د شينجيانګ په جنوبي سيمو کې د وګړيو ژوند سويه ډېره لوړه شوې ده. نوموړی د خلکو د اقتصادي ژوند کچې د لوړېدو يوه طريقه کليوالو سيمو ته د سړکونو غځېدل وبلل.
نوموړی وايي چې شينجيانګ به د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې مثبتو تجربو ته وده ورکړي چې د کليوالو سيمو د سمسورتيا ستراتېژۍ د عملي کولو لپاره کلک بنسټ وښيي. هغه وويل، اړوند ارګانونه بايد په راتلونکو څو کلونو کې د بېوزلۍ د بيا رامنځته کېدو د مخنيوي د نظارت ميکانيزم او ور سره د مرستې ميکانيزم بشپړ کړي، له بېوزلۍ څخه د ايستل شويو کسانو لپاره کاري فرصتونه زيات او د دغو کسانو د مسلکي مهارتونه دې پياوړي کړي. 
د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د روغتيايي چارو ادارې مرستيال ايلزاتي زاده وويل، د بېوزلۍ د له منځه وړلو په کارونو کې د درملنې ضمانت يوه مهمه برخه ده. د شينجيانګ ځايي حکومت او د روغتيايي چارو د حکومتي ادارې تر ملاتړ لاندې، په شينجيانګ کې د طبي چارو شاګردانو د وړيا روزنې پروژه څه باندې ۳ کاله تطبيق شوې او نږدې ۳ زره شاګردان يې روزلي. دغه شاګردان به تر ۳ کلن وړيا زده کړې وروسته د تمرين لپاره بېلا بېلو روغتونونو ته لاړ شي او بيا وروسته به د رسمي کار لپاره بېلا بېلو کليو ته وليږل شي.
نوموړي وويل، اوس د شينجيانګ په ټولو کليو کې ځايي ډاکټران تقريباً په معيار برابر دي، يوازې د جنوبي شينجيانګ په ګوښه او ليرې ځايونو کې کلينيک شتون نه لري او د ولسوالۍ د روغتيايي ادارې له خوا خلکو ته لنډمهاله کلينيکونه برابرېږي. دا يو واقعیت دی چې د طبي کارکوونکو روزنه يو اوږد بهير ته اړتيا لري، ور پسې څنګه په کليوالو سيمو کې معياري ډاکټران برابر کړي او د بېلا بېلو قومونو وګړيو د درملنې کارونه تضمين شي، موږ بايد په دغو برخو کې په دوامداره توګه کوښښونه او هڅې وکړو. دا د کليوالو سيمو سمسورتيا د ستراتيژۍ د پلې کېدو لپاره لازم شرایط دي.
د هو نان ولايت د چن جو ښار د لومړي روغتون ډاکټر شو ځه چيانګ دا نظر لري چې د کليوالو سيمو سمسورتيا پاليسي د چين د روغتيايي چارو له ستراتيژۍ سره نږدې تړاو لري. هغه وويل، د ده د کار په څه باندې ۲۰ کاله وخت کې دا وليدل چې ډېر خلک د ناروغۍ له امله بېوزله شوي دي. په کليوالو سيمو کې د نوې ډول روغتيايي بيمې تګلارې تر پلې کېدو وروسته، د بزګرانو د طبي لګښت ډېره برخه د حکومت لخوا پرې کېږي او دغه راز پر بزګرانو مالي بار تر ډېرې اندازې پورې کم شوی. خو اوس بزګران پخپله خوښه په روغتيايي بيمه کې ګډون کوي، نو هغه کسان چې روغتيايي بيمه نه لري، ښايي د درملنې له امله بيا بېوزله شي. نو هغه وړانديز وکړ چې دغه بيمه بايد په کليوالو سيمو کې په جدي توګه پلې شي، يعنې هر تن بايد په دغه بيمه کې برخه ولري. په کليوالو سيمو کې د بزګرانو د ناروغۍ د درملنې له امله د بيا بېوزله کېدو مخنيوی وشي، نو د کليوالو سيمو د سمسورتيا موخه به کام په ګام بشپړه شي.