د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، (( په شينجيانګ کې د بېلابېلو قومونو د خلکو نيکمرغه ژوند )) د عکسونو نندارتون د مارچ له ۲۲مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره کېږي.
په دې نندارتون کې د شینجيانګ په اړه د تقريباً ۲۰ عکاسانو څه باندې سل اثار نندارې ته اېښودل شوي دي، چې د شینجيانګ اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د بېلابېلو قومونو د خلکو اصلي او رښتينی ژوند څرګندوي.
په شينجيانګ کې د بېلابېلو قومونو خلک له بېوزلۍ څخه وتلي او اوس نسبي شتمنې ټولنې رسېدو ته په لاره کې دي. د خلکو ګټې، نيکمرغي او امنيت په دوامداره توګه لا ټينګېږي.