د روغتيا نړيوال سازمان څيړنيز راپور د دروغجنو پر مخ کلکه څپيړه ورکړه
cri2021-04-01 14:53:20
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۳۰مه نېټه د کوويد-۱۹ ويروس د سرچينې د پيداکولو په اړه د چين او دغه سازمان ګډ څېړنيز راپور خپور کړ. په دغه راپور کې د چين او ياد سازمان د ساينسپوهانو د ګډې ډلې پخوانۍ پايله تائيد شوې او ويلي يې دي، چې هیڅ داسې نښې نښانې نشته، چې وښيي، دغه ويروس له لابراتور څخه پورته شوی وي. د روغتيا نړيوال سازمان دغه راپور هغو لوېديځو سياستوالو ته پر مخ څپېړه ورکړه، چې هميشه به یې د خپلو سياسي موخو لپاره دا دروغ ویل، چې کوویډـ۱۹ ويروس د وو هان ښار له لابراتور څخه پورته او انسانانو ته انتقال شوی دی.

د ويروس سرچينې پيدا کول علمي تجربو او وخت ته اړتيا لري او بې ځايه شک او ګمان پکې ځای نه ليدل کيږي. د روغتيا نړيوال سازمان عمومي منشي تيدریس ادهانوم د مارچ په ۳۰مه نېټه وویل، چې ياد راپور د څېړنو پای نه بلکې مهم پیل دی. تر اوسه مونږ پر دې نه يو توانيدلي، چې د دغه ويروس سرچينه پيدا کړو، خو مونږ بايد په علمي روحیې تر وسې پورې کوښښونه وکړو.

ځينو لوېديځو سياستوالو او رسنيو د ياد راپور تر خپرېدو مخکې د روغتيا پر نړيوال سازمان فشارونه راوړل، چې د دوي له غوښتنې سره سم د چين ضد دريځ غوره کړي. د دغه راپور تر خپرېدو وروسته امريکا له ځينو هېوادونو سره د تش په نوم د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د دې راپور په اړه شکونه وړاندې کړل او يو ځل بيا يې پر چين تورونه ولګول، چې له اړوندې لټوونکې ډلې سره یې همکاري نه ده کړې. د کوويډ-۱۹ ويروس د سرچينې د پيدا کولو په اړه د روغتيا نړيوال سازمان د ساينسپوهانو ډلې مشر پيتر انباريک د مارچ په ۳۰مه نېټه وويل، چې د دغه راپور اوږدوالي، د محتوياتو شمېر، د اړوندې نتيجې تحليل او شمېرې څخه ښکاري، چې چين د روغتيا نړيوال سازمان له پلټونکې ډلې سره ډېره ښه همکاري کړې ده.

په حقيقت کې، د چين حکومت په ووهان ښار کې د چيني او نړيوالو ساينسپوهانو د ګډ ګروپ لپاره ډېرې مرستې او همکارۍ کړي او نړيوالو ساينسپوهانو هم ستايلې دي. نوموړي زياته کړه، چې د چين سويه او اراده ډېره لوړه ده او په وو هان ښار کې د دوی د کارونو برياليتوب له اټکل څخه پورته دی.

د روغتيا نړيوال سازمان ساينسپوهانو د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له ۱۴مې نېټې څخه د فبرورۍ تر ۱۰مې نېټې پورې د ووهان د ويروس څېړنيزې ادارې په شمول له ۹ تصديو څخه ليدنې کړي، له طبي کارکوونکو، علمي کارکوونکو، له دغه ويروس څخه د رغيدلو کسانو او ملکي وګړيو سره يې خبرې کړې دي. برسيره پر دې، چين دغو ساينسپوهانو ته  د پام وړ داسې هر اړخيز مالومات وړاندې کړي، چې د چيني او بهرنيو ساينسپوهانو له مالوماتو سره هیڅ مالومات توپير نه لري. د ساينسپوهانو د ګډ ګروپ غړې کوپمنس د هغو پروپاګنډ او دروغو په اړه، چې ګواکې ساينسپوهان په چين کې په ازاده توګه کار نه شي کولی وويل، چې دوی په دې برخه کې تجربه نه لري.

د ويروس سرچينې د پيدا کولو موخه په علمي روحیه د انسان پر وړاندې له ګواښ سره مقابله کول دي، د دغه کار د سياسي کېدو هر ډول عمل به د دغه ويروس پر ضد نړيوالې مبارزې ته زيانونه ورسوي. د کوويد-۱۹ ويروس د سرچينې د پيدا کولو په اړه ياد څېړنيز راپور د دغه ويروس د ښې پېژندنې لپاره علمي لارښوونه وړاندې کړې او له تاريخي ازموينې څخه وتلی شي.

دا هم د يادولو وړ ده، چې د ويروس د سرچينې پيدا کول یوازې د وو هان ښار دنده نه ده، بلکې د ګردې نړۍ ګډه دنده ده. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر دغه ويروس د اخته کېدو پېښې  ډېرې مخکې رامنځته شوي، نو د دې ويروس د سرچينې پيدا کولو چارې بايد په ګرده نړۍ کې تر سره شي. په چين کې د دې کار تر ختمېدو وروسته، په ياد راپور کې راغلي، چې د څېړنې راتلونکی ګام بايد په ګرده نړۍ کې د مالوماتو يو مرکز جوړ شي، نړيوال ساينسپوهان بايد په بېلا بېلو هېوادونو کې هغه حيوانات ولټوي، چې ګومان پرې کيږي، دغه ويروس ترې انسانانو ته ورغلی وي.