د شينجيانګ د ادارې په اړه د چين تګلارې اغېزمنې او ضروري دي
CRI2021-04-03 12:46:41
شريکول:

د (( په سيوري کې مبارزه؛ د چين په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ننګونې ))  په نوم مستند فلم چې د چين مډيا ګروپ د سي جي ټي اېن له خوا جوړ شوی او په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د چين مډيا ګروپ څلورم مستند فلم دی، د اپريل په دوهمه نېټه خپور شوی دی. په نوموړي مستند فلم کې د کره او دقيقو پلټنو  له لارې د ((ختيځ ترکستان غورځنګ)) له بدو نيتونو پرده پورته کړی شوې ده چې دغه ترهګريزه ډله غواړي د افراطي مذهبي افکارو په وسيله د ځايي ملي لږکيو د ځينو وګړو فکرونه انحراف وکړي او په شينجيانګ کې د بېلتون او د ګډوډۍ لمسونه کوي.

نړيواله ټولنه د دغه مستند فلم له لارې پر دې ښه پوهېدلی شي چې د شينجيانګ د ادارې په اړه د چين تګلارې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره اغېزمنې دي او تر ډېرې اندازې په دې سيمه کې د بېلا بېلو قومونو د خلکو اساسي حقونه تأمين کړي دي، نو دغه تدبيرونه قانوني، معقول او ډېر ضروري دي.

له تېرو څو کلونو راهيسې د چين ضد لويديځو کړيو بيا بيا د شينجيانګ په اړه بې بنسټه معلومات او درواغ خپاره کړي او په چين کې د بېلا بېلو قومونو ترمنځ د دښمنۍ احساساتو د پارولو هڅې يې کړې دي، څو په شينجيانګ کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو له لارې د چين د پرمختګ مخه ونيسي.

هر هغه وګړی چې تعصب نه لري او معقوله رويه، په دې ښه پوهيږي چې د شينجيانګ چارې د بشري حقونو، قومي او مذهبي مسئلې نه دي، بلکې له زور زياتي ترهګرۍ او بېلتون غوښتنې سره د مبارزې مسئلې دي.

د يو نابشپړې شمېرنې له مخې، له ۱۹۹۰ کال څخه د ۲۰۱۶ کال تر پايه پورې په شينجيانګ کې زرګونه خونړۍ ترهګريزې پېښې شوې او له امله يې ګڼ شمېر عامو خلکو ته مرګ ژوبلې او ټولنې ته ستر زيانونه اوښتي دي. د (( ختيځ ترکستان غورځنګ )) په شمول افراطي ډله، د ملي بېلتون غوښتنې ډله او ترهګريزې ډلې د دغو پېښو تر شا تور لاسونه دي چې دوی په بهر کې د ترهګريزو بريدونو د طرحې او لارښوونې، د انټرنيټ په شبکه کې د ترهګرۍ او زور زياتۍ د ويډيوګانو او تبليغاتو د خپرولو او د روزونکو د راغونډولو په وسيله شبکه جوړه کړې او دې تش په نوم مبارزې ته يې د (( جهاد )) ورکړی.  د شينجيانګ د ملي لږکيو ځيني وګړي په تيره بيا ځيني ځوانان او ښځې پرې غولېدلې دي او خپل ژوند يې له لاسه ورکړي دي.

د سي جي ټي اېن په دغه مستند فلم کې په دې اړه جزئيات ورکړل شوي چې افراطي مذهبي افکارو د ځينو پر شخصيتونو ډېرې ژورې او منفي اغېزې کړې. له هغو وګړو سره د مرستو لپاره چې له افراطي افکارو اغېزمن شوي دي، د چين حکومت د ترهګرۍ او افراطيت ضد مبارزه پيل کړې ده او په اړوندو چارو کې يې د ترهګرۍ مخنيوي ته لومړيتوب ورکړی دی. د مسلکي مهارتونو د ښوونيزو او روزنيزو مرکزونو جوړونه يو مهم ګام دی. په دغو مرکزونو کې زياتو وګړيو د زده کړو او مسلکي روزنو فرصتونه تر لاسه کړي، له ناوړو افکارو څخه يې ژغورل شوي دي، د ښو، سالمو افرادو په توګه يې خپل نوی ژوند پيل کړي دي. همدغه طريقه په لويديځو هېوادونو کې مروجه دهاو له نړيوالو قواعدو سره سمون لري.

د ترهګرۍ او افراطيت ضد اغېزمنو تدبيرونو له امله په تېرو ۴ کلونو کې په شينجيانګ کې هيڅ ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې، ځايي ټولنيز او اقتصادي پرمختګ يې عادي مسير ده ستون شوی دی او د چين له نورو سيمو سره له د سختې بېوزلۍ له حالت څخه وتلی دی.

اوس ((ختيځ ترکستان غورځنګ)) او نور ترهګريز ځواکونه د چين ضد لويديځو کړيو تر ملاتړ لاندې بيا فعاله شوي دي او غواړي چې په شينجيانګ کې تخريبي فعاليتونه تر سره کړي. شينجيانګ لا هم د ترهګرۍ او افراطيت ضد لاره کې دی. که څه هم د خطر سيوری په پوره توګه له منځه نه دی تللی، خو چين باور لري چې اړوندې ننګونې کنترول او حل کړي او د شينجيانګ آرامي، ثبات او خونديتوب وساتي.