امريکا د هانکانګ د پرمختګ او سمسورتيا مخه نه شي نيولی
CRI2021-04-04 13:10:34
شريکول:

د امريکا دولتي شورا په دې وروستيو کې ملي کانګرس ته د تش په نوم (( د هانکانګ د تګلارو قانون )) راپور وړاندې کړ چې پکې يې د چين د هانکانګ چارو په اړه بې بنسټه او نامسؤلانه خبرې کړې او ويلي يې دي چې هانکانګ به د امتيازي تګلارو له ګټو برخمن نه شي. له دې څخه ښکاريږي چې د امريکا نوی حکومت د تېرې دورې ناوړو کړنو ته دوام کوي او د چين په کورنيو چارو کې يې د لاسوهنې دوامداره ساتلې ده. چين د امريکا له دغو کړنو سره ټينګ مخالفت کوي.

په دغه راپور کې پر چين بې بنسټې نيوکې پخوا هم د امريکا لخوا ډېر تکرار شوې دي.  د بېلګې په توګه، د هانکانګ د کورواکۍ او د هانکانګيانو د حقونو او ازادۍ په اړه مسئلې.

هانکانګ د چين يوه ځانګړې اداري سيمه ده او له خپل وطن سره تر بېرته يو ځای کېدو وروسته د هانکانګ د بنسټيز قانون له مخې د هانکانګيانو لخوا د هانکانګ اداره کولو او د لوړې کچې کورواکۍ پاليسي پلې کړې او کوي يې. د چين حکومت په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتلو قانون د تطبيق او د دې سيمې د ټاکنيز نظام د بشپړولو په شمول د ملي امنيت او د هانکانګ خاصې اداري سيمې د سياسي ثبات د ساتلو په اړه ګامونه پورته کړي دي، څو د دې سيمې اداره د خلکو ژوند د ښه والي او د اقتصادي پرمختګ چارو ته پاملرنه او ورته لا انرژي ورکړي. د هېواد له ملي امنيت پرته د هانکانګ د لوړې کچې کورواکي نه شي رامنځته کيدای. د هانکانګيانو حقونه او ازادي تل د هانکانګ بنسټيز قانون او نورو اړوندو مقرراتو لخوا ساتل کيږي. په تيره بيا په تير کال کې په هانکانګ کې د ملي امنيت ساتلو قانون له تطبيق راهيسې ځايي ټولنيز نظم دوباره عادي شوی او د ځايي ښاريانو د بېلا بېلو قانوني حقوقو او ازادۍ کچه لا لوړه او پياوړې شوې دي.

په اصل کې ځيني امريکايي سياستوال غواړي د هانکانګ چارو په وسيله د چين د پرمختګ مخه ونيسي، خو دغه نيت به يې هرومرو بې ځايه او ناکامه شي. د تېر کال په منځ کې امريکا د هانکانګ امتيازي تګلارې لغوه کړې، خو دې کار يې پر هانکانګ هيڅ اغېزه نه ده کړې. په هانکانګ کې د امريکا سوداګريزې ټولنې د راپور له مخې، د روان کال په جنورۍ کې په هانکانګ کې د هغو شرکتونو انډول چې د دې سيمې د سوداګريز چاپيريال په اړه د خوشبينۍ رويه لري، د تېر کال د اګست په پرتله ډېر لوړ شوی دی. زياتو امريکايي شرکتونو ويلي چې په راتلونکو دريو کلونو کې به په هانکانګ کې پانګونې زياتې کړي.

د امريکا ځينې وګړي بايد په دې پوه شي چې په هانکانګ کې د ګډوډۍ جوړولو نيت به يې اخرا د خپل ځان په زيان تمام شي. هانکانګ له تېرو څو کلونو راهيسې د امريکا لپاره د مالونو سوداګرۍ د مثبت توازن تر ټولو لويه سرچينه ده او د امريکايي تصديو لپاره چيني بازار ته د ننوتلو مهمه لاره ده، نو په هانکانګ کې د ګډوډۍ جوړونه د امريکا د سوداګريزې نابرابرۍ د حل او د امريکايي تصديو د دايمي پرمختګ لپاره هيڅ ګټه نه لري.

د هانکانګ د نسل په نسل هانکانګيانو د کوښښونو او د هېواد د ملاتړ پر بنسټ د وړتياوو له لارې پرمختګ او برياليتوب تر لاسه کړی، نه يې د بهرنيو هېوادونو تر احسان او خيرات لاندې. امريکا بايد په حقيقت باندې پوه شي او د هانکانګ په چارو کې دې له لاسوهنې څخه لاس واخلي.