د ډېټا په چارو کې د چين او عربي هيوادونو ترمنځ د همکاريو او د خونديتوب وړانديز به د اړوندو نړيوالو اصولو د تدوين هڅونه وکړي
CRI2021-04-06 14:59:02
شريکول:

چين او د عرب ليګ په دې وروستيو ورځو کې په ګډه د ډېټا په چارو کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو او د خونديتوب وړانديز خپور کړ چې عربي هيوادونه په ټوله نړۍ کې لومړۍ سيمه ګرځيدلې ده چې له چين سره يې په ګډه ياد وړانديز خپور کړی دی. د تحليل له مخې، دا د ډيجټلي ادارې په ساحه کې د چين او  عربي هيوادونو د ګډو پيژندنو ښودنه کوي او دا د ډېټا د خونديتوب په ساحه کې د نړيوالو اصولو د تدوين د هڅونې لپاره ګټه لري او دا څرګندوي چې پرمختيايي هيوادونو د نړيوالې ډيجټلي ادارې په برخو کې مهم ګام پورته کړي دي.  

ډيجټلي ادارې په نړيوالو ادارو کې يوه نوې څانګه ده او د ډيټا د خونديتوب خطرونه د بېلا بېلو هيوادونو په وړاندې ګډه ننګونه ده چې د دغو خطرونو د له منځه وړلو لپاره دې د بېلا بېلو هيوادونو ترمنځ باوري همکاريو ته اړتيا ده. خو د يوې مودې راهيسې ځيني هيوادونه يو اړخيزم او تسلط او د بادارۍ غوښتنې رويې باندې عمل کوي د ډېټا د خونديتوب مسئلې ته سياسي رنګ ورکوي او په ډيجټلي چارو کې د نړيوالې همکارۍ او پرمختګ په هلو ځلو کې لاسوهنه کوي. د چين د علومو اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد او سياست د څيړنې انسټېټيوټ منشي لانګ پينګ وويل، لومړی ځل چين د تېر کال په سپتمبر مياشت کې  په نړۍ کې د ډيټا د خونديتوب وړانديز وکړ. ځکه چې په هغه وخت کې امريکا په نورو هيوادونو کې د چين د هوا وې او تېک تاک شرکتونو  د کارونو په هکله په يو اړخيزم کړنو لاس پورې کړی و. که څه هم دوی هېڅ واقعي شواهد نه درلودل، خو د ډېټا د خونديتوب په پلمه يې غوښتنه کوله تر څو له نړيوال بازار څخه دغه شرکتونه وباسي.

چين او عربي هيوادونو د تاريخي لامل له امله په اوږده وخت کې د نړيوالو اصولو منونکي و او دواړه خواوې پر دې پوهېدلې دي چې بايد د نړيوالې ادارې په چارو کې ګډون وکړي او اړوند نړيوال اصول تدوين کړي. د ډيټا د خونديتوب د کارپوهانو عالي څيړونکي هو چي مو دېته اشاره وکړه چې د ډېټا په چارو کې د چين او عربي هيوادونو ترمنځ د همکاريو او د خونديتوب وړانديز خپرېدل د ډېټا په ساحه کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکايو ټينګښت دی. په ۲۰۱۷کال کې مو له مصر، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او نورو هيوادونو سره په ګډه د يو کمربند او يوې لارې د ډيجټلي اقتصاد د نړيوالې همکارۍ وړانديز کړی و. په تېر کال کې د وزيرانو په کچه د چين او د عربي هيوادونو د ټولنې ترمنځ د همکارۍ فورم په غونډه کې پريکړه شوې چې د انټرنيټي ډيټا د اقتصادي پرمختګ په ساحه کې خپمنځي همکارۍ پياوړې شي. دواړو خواوو د کوويد-۱۹ وبا په موده کې د ډيجټلي ډګرونو د ابادۍ او د مالونو د ليږد راليږد چارو د ادارې په شمول برخو کې همکارۍ کړې دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ څه موده مخکې څرګنده کړې وه، د ياد وړانديز خپرېدل نه يوازې د چين او عربي هيوادونو د ګډ برخليک يوه څرګندونه ده، بلکې د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ د لوړې سويې ښکارندويي کوي، د ډيټا په چارو کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو هڅونه کوي او د ډيجټلي نړيوالې ادارې په چارو کې د پرمختيايي هيوادونو ځيراکتيا ته ځواک ورکولی شي.  په عين وخت کې دغه وړانديز به د نړيوال ډيجټلي اقتصاد د سالم پرمختګ لپاره ګټور وي.

د چين د علومو اکاډمۍ د نړيوال اقتصاد او سياست د انسټېټيوټ د نړيوال سياست د څيړنې دفتر مرستيال منشي لانګ پينګ وويل، زما په نظر دغه وړانديز په واقعي ډول د انټرنېټي ډګر د ګډ برخليک د ټولنې جوړولو په چارو کې د چين يو مهم واقعي فعاليت دی. دا د نړيوالې ټولنې لپاره ستر اهميت لري. او مو يوازې د همکارۍ وړانديز خپروو، د نړيوالو اصولو د تدوين بهير نه دی پيل شوی، نو موږ هرکلی کوو چې پرمختيايي هيوادونه او نور لوی هيوادونه په دې بهير کې ملګري او ګډون وکړي.