د روغتيا نړيوال سازمان به د کرونا ويروسونو د نوم ټاکلو طريقه خپره کړي
CRI2021-04-07 14:56:18
شريکول:

د روغتيا نړیوال سازمان په ځايي وخت د اپريل په شپږمه نېټه د کرونا وبا په اړه يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه تر سره کړه. د ياد سازمان د بېړني طبي پروګرام تخنيکي مشرې ماريا وان کېرخوف وويل، د ويروس او ناروغۍ په نوم کې دې د کوم ځای نوم شامل نه شي. دا په داسې حال کې ده چې ځينو د کرونا ويروس نوی ډول ته د هېواد نوم ورکړی. د روغتيا نړيوال سازمان اوس له ساينسپوهانو سره د کرونا ويروونو د نوم ټاکلو په اړه بحث کوي او په راتلونکو ورځو کې به په دې اړه خپل دريځ اعلان کړي، څو شخصيتونو يا ځايي سيمې ته توهين ونه شي.