د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په شپږمه نېټه له روغتيايي نابرابرۍ سره د مقابلې لپاره ۵ ماده ييز وړانديز اعلان کړ.
د روغتيا نړيوال سازمان په نظر له اوږدې مودې راهيسې د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې د طبي خدمتونو، امکاناتو او سرچينو ته د لاس رسي په برخو کې بې عدالتي شتون لري. د ياد نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ګبرويسوس وويل چې په ټولنه کې د متفاوت او نابرابر طبي سيستم شتون د کرونا وبا د خپرېدو د سختوالي سبب ګرځيدلی دی. د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونه بايد خلکو ته د طبي خدمتونو برابرولو په برخه کې پانګونه زياته کړي.
د روغتيا نړيوال سازمان په ۵ فقره ييز پېشنهاد کې غوښتنه شوې چې د يو هېواد په دننه کې او د بېلا بېلو هېوادونو په منځ کې د وبا ضد تکنالوژۍ ته لاس رسي چټکه شي، د لومړنې کچې په طبي سيستم کې دې پانګونه زياته شي، روغتيا او ټولنيز ضمانت ته دې لومړيتوب ورکول شي، خوندي او ډاډمنې استوګنيزې سيمې دې جوړې شي او د طبي معلوماتو سيستم جوړولو چارې دې پياوړې شي.