د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ايران د ذروي مسئلې په هکله د هر اړخيز تړون د ګډې کميټې د سياسي مسؤلينو په کچه غونډه د اروپايي ټولنې د بهرنيو عملياتو د سرمنشي مرستيال د مولا تر مشرۍ لاندې د اپريل په شپږمه نېټه د اطريش په پلازمينه کې تر سره شوه او برخوالو د امريکا او ايران له خوا د دې تړون د بيا پلي کولو په باب بحث وکړ.د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير، د روسيې، بريټانيا، فرانسې او المان چارواکو او په ويانا کې د چين دايمی استازي وانګ چون هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.
هغه وويل چې که ايران او امريکا د دې تړون د بيا پلي کولو په هکله ګډو نظريو ته ورسيږي، دوی باید تر هر څه لومړی پر دغې مسئلې ښه پوه شي. د امريکا پخوانی حکومت په يوه اړخيزه توګه له دې تړون څخه وتلی او پر ايران باندې يې ډېر فشارونه اچولي چې دا د دې مسئلې د پېچلي کېدو اصلی لامل دی. د ايران د ذروي مسئلې د حل وفصل لپاره کليدي برخه دا ده چې امريکا دې ژر تر ژره دغه تړون دوباره پلی کړي.(غاټول)