شي جين پينګ له انګلا ميرکل سره ټليفوني خبرې وکړې
cri2021-04-08 10:31:36
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۷مه نېټه د جرمني له لومړې وزيرې انګلا ميرکل سره ټليفوني خبرې وکړې. 

شي جين پينګ وويل، اوس د چين او اروپا د اړيکو پر وړاندې فرصت او ننګونې موجودې دي، موږ بايد د ستراتيژۍ له لحاظه د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ پر سم لوري ټينګار وکړو. د چين پرمختګ د اروپايي ټولنې د پرمختګ لپاره ګټور فرصت دی، هيله ده چې اروپايي ټولنه په غور سره سم انتخاب وکړي. چين غواړي له اروپا سره يو ځای په بېلا بېلو ساحو کې د خپلمنځي همکارۍ د ژورتيا او پياوړتيا او د څواړخيزم د تطبيق لپاره ګډ کوښښونه وکړي. 

انګلا ميرکل وويل، اوس د ګردې نړۍ پر وړاندې زياتې ستونزې او ننګونې موجودې دي، د جرمني- چين او اروپا - چين ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا نه يوازې د دواړو خواوو له ګټو سره سمون لري، بلکې د نړۍ لپاره هم ګټوره ده، جرمنی غواړي په دې برخه کې فعال خدمتونه وکړي. برسيره پر دې، جرمنی د چين د ۱۴م پنځه کلن پلان ته ډېره پاملرنه کوي او د دې پلان په تطبيق سره د جرمني -چين او اروپا -چين ترمنځ د همکارۍ لپاره نويو ګټورو فرصتونو برابرولو ته سترګې په لار دی. (هيله)