د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سېرګي لاوروف د اپريل په ۷مه نېټه د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د دغه هيواد له صدراعظم عمران خان او د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي سره وليدل او په يو لړ موضوعاتو يې ورسره خبرې اترې وکړې.
دواړو خواوو موافقه کړې، چې د انرژۍ، تجارت، پوځي چارو او د کرونا وبا ضد په برخو کې به خپلمنځي همکارۍ ټينګې کړي.
د پاکستان د صدراعظمۍ دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې عمران خان له سېرګي لاوروف سره په يادو خبرو اترو کې د افغانستان په سوله ييز بهير کې د روسيې د هڅو ستاينه کړې او د ډيالوګ او خبرو اترو له لارې يې د افغانستان مسئلې د حل غوښتنه کړې ده.
لاوروف په همدې ورځ له قريشي سره په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې د افغانستان د امنيتي وضعيت د سختېدو په اړه انديښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې روسيه او پاکستان به د افغانستان بېلابېلې خواوې وهڅوي، چې د جامع سياسي ډيالوګ له لارې سوله وکړي.