د چين د بهرنيو اسعارو دولتي ادارې د اپريل په ۷مه نېټه د يو لړ تازه شمېرو په خپرولو سره څرګنده کړه چې د روان کال د مارچ تر پايه پورې د چين لخوا د بهرنيو اسعارو ذخيره ۳۱۷۰ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې ده. دغه اندازه د تېر فبرورۍ د پای په پرتله ۳۵ ميليارډه امريکايي ډالره کم شوې ده.
د چين د بهرنيو اسعارو دولتي ادارې مرستيالې او مطبوعاتي وياندې څرګنده کړه چې په تېر مارچ کې چين کې د بهرنيو اسعارو معاملوی بازار عموماً ثابت روان و او د بهرنيو اسعارو تقاضا او عرضه يو له بل سره برابره وه. په نړيوال پولي بازار کې د امريکايي ډالر ارزښت د کرونا وبا ضد واکسين کولو د حالت او د عمده هېوادونو د مالي تګلارو په اثر لږ څه لوړ شوی دی.
( سپوږمۍ)