جو بايډن د فلسطين او اسرائيل د دوو هېوادونو طرحې څخه ملاتړ وکړ
CRI2021-04-08 10:31:45
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جو بايډن د اپريل په ۷مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې امريکا غواړي، د دوو هېوادونو طرحې له لارې د فلسطين او اسرائيلو مسئله حل کړي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم په همدې ورځ اعلان کړی، چې له فلسطين سره به د دغه هېواد مرستې بيا پيل کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې امريکا به د اقتصاد، پرمختک او بشري چارو په برخو کې د فلسطين له خلکو سره د ۲۳ ميليارډو او ۵ ميليونو ډالرو په ارزښت مرستې وکړي. په ياده اعلاميه کې ويل شوي، چې امريکا هڅه کوي، چې د اسرائيلو او فلسطين سمسورتيا، امنيت او ازادۍ ته وده ورکړي او غواړي، چې دغه دواړه هېوادونه د بحث او خبرو له لارې د دوو هېوادونو طرحه ومني.