افغان حکومت د ۶۸ طالبانود وژل کېدو خبر ورکړ
cri2021-04-08 10:38:08
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د دفاع وزارت د اپريل په ۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې يې ۶۸ تنه طالبان وژلي دي. 

په دغه اعلاميه کې راغلي، افغان پوځ په هرات، فارياب، بدخشان، کندوز او کندهار ولايتونو کې د طالب وسلوالو ضد نظامي عمليات ترسره کړي، ۶۸ تنه طالبان يې وژلي او ۶۴ تنه نور يې ټپيان کړي دي. برسيره پر دې، دوی ۲۱۱ ماينونه يې شنډ کړي.

طالبانو د دې خبر تر خپرېدو په دې اړه څه نه دي ويلي. (هيله)