د شلو هېوادونو ګروپ د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانک مشرانو موافقه وکړه چې په دوامدار ډول اقتصادي سمسورتيا ته وده ورکړي
CRI2021-04-08 11:07:33
شريکول:

د شلو هېوادونو ګروپ د ماليې وزيرانو او د مرکزي بانک مشرانو ترمنځ دوهمه غونډه د منځنۍ اورپا پر وخت د اپريل په ۷مه نېټه په ويډيويي توګه تر سره شوه او د نوبتي رئيسه هېواد ايتاليې لخوا يې مشري وشوه. په دې غونډه کې ويل شوي، چې نړیواله ټولنه بايد د کرونا وبا تر اغېزې لاندې اقتصادي بيا سمسورتيا ته دوامداره وده ورکړي او له کمزورو هېوادونو څخه ملاتړ زيات کړي.

د ايتاليې ماليې وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې له ۲۰۲۰ کال وروسته نړیوال اقتصادي حالت ښه شوی، خو دا نه دی تائيد شوی چې ايا تمايل يې مخ پر لوړېدو دی او که نه. په اعلاميه کې ويل شوي چې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ توپيرونه زيات دي، نو له دې امله د دې غونډې ګډنوالو زيات کوشش کړی چې بېلابېل هېوادونه بايد د اقتصاد په برخه کې د مرستې پاليسې ژر لغوه نه کړي، څو د خلکو د امنيت او روغتيا ساتنه وکړي او د کرونا وبا اغېزه ټيټه کړي.