د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند خطيب زاده د اپريل په ۷مه نېټه دا خبر تائيد کړ چې د ايران د ساويز په نوم باروړونکی بېړۍ د روانې مياشتې په ۶مه نېټه د سور سمندر د دجبوتي سمندري غاړې ته نږدې له چاودنې سره مخ شوه.
خبر وايي چې د چاودنې له امله بېړۍ لږ څه خرابه شوې او هېڅ مرګژوبله نه ده رامنځته شوې، اوس د چاودنې د لامل په اړه پلټنې روانې دي. (هيله)