د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کرونا وبا ضد د چين د سينواک کمپنۍ لخوا توليد شوی واکسين د اپريل د ۶مې نېټې په شپه د السلوادور نړيوال هوايي ډګر ته ورسېد. په السلوادور کې د چین سفير وو جيان هونګ او د السلوادور د عامې روغتيا وزيرفرانسيسکو عرابي په دې هوايي ډګر کې د دې واکسین د هرکلی په مراسمو کې ګډون وکړ.
ياد واکسین د چين د څای نياو شرکت لخوا السلوادور ته انتقال شوی. د ۷مې نېټې په سهار، وو جيان هونګ او عرابي د السلوادور د درمل جوړولو په ملي مرکز کې د واکسين ويشلو په مراسمو کې ګډون وکړ.