د چين د بشري حقونو د څېړنيزې ټولنې په مقاله کې راغلي چې پر نورو هېوادونو د امريکا تېری د سختو بشري ناورينونو سبب شوي دي
cri2021-04-10 15:12:02
شريکول:

د چين د بشري حقونو د څېړنو او تخقيقاتو ټولنې د اپريل په نهمه نېټه يوه داسې مقاله خپره کړې چې سرليک يې داسې دی پر نورو هېوادونو د امريکا تېري د سختو بشري ناورينونو سبب شوي دي.

امريکا تل د بشر دوستۍ په نوم پر نورو هېوادونو باندې تېری کړی. د ۱۷۷۶ کال د جولای په ۴مه نېټه تر خپلې خپلواکۍ له اعلانولو راهيسې په څه باندې خپل ۲۴۰ کلن تاريخ کې امريکا يوازې د څه کم شلو کلونو په موده کې په جګړو او لانجو کې برخه نه ده اخيستې.د ابتدايي شمېرنې له مخې په ۱۹۴۵ کال کې د دوهمې نړيوالې جګړې له پای ته رسيدو څخه تر ۲۰۰۱ کاله پورې د نړۍ په ۱۵۳ سيمو کې ۲۴۸ وسلوالې شخړې او جګړې رامنځته شوې چې په دې جمله کې ۲۰۱ يې د امريکا له خوا پیل شوې هغه دي کوم چې دغه شمېر د يادو وسلوالو جګړو د عمومي شمېر په سلو کې ۸۱ نيسي. رښتيا ده چې امریکا په يوه اړخيزه توګه زياتره جګړې پيلې کړې چې ځيني يې د خپلو ملګرو هېوادونو له مخالفت سره مخ شوې هم دي. د دغو جګړو له امله د ښکېلو خواوو ګڼ شمېر سرتيرو خپل ژوند له لاسه ور کړي او د ملکيانو ځان و مال ته بې شمېره زیانونه رسيدلي او د بشري ناورينونو سبب ګرځېدلي دي. له دغو جګړو څخه د امريکا خودغرضي او رياکاراۍ څخه ډکه څېره ورايه ښکاريږي.

امريکا تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د افغانستان په شمول پر ځينو هېوادونو باندې تېري کړي او هلته يې د خپلو موخو لپاره جګړه لاهم روانه ده. د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې امريکا په افغانستان کې جګړه پيل کړې او د همدې کال د اکتوبر له اوومې نيټې راهيسې يې څه باندې دېرش زره تنه ملکيان وژلي او څه باندې شپېته زره عام افغانان يې ټپيان کړي دي. له دې کبله شاوخوا ۱۱ مليونه کسان کډوال شوي دي. په ۲۰۱۴ کال کې امريکايي پوځ اعلان کړی چې له افغانستان څخه به ووځي، خو افغانستان لاهم په نا امنه حالت کې پاتې دی.د نيويارک ټايمز ويبپاڼې د ۲۰۱۹ کال د جولای په دېرشمه نېټه خبر ور کړ چې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نيمايي کې د امريکايي پوځ د بمبارۍ له امله ۳۶۳ تنه افغان ملکيان وژل شوي چې په دې جمله کې ۸۹ تنه ماشومان شامل وو. د کابل پوهنتون د ارزونې له مخې په افغانستان کې د امريکا له خوا د پيل شوې جګړې له امله په دې هېواد کې هره ورځ په منځنۍ توګه شاوخوا ۲۵۰ تنو ته مرګ ژوبلې اوښتی دي او اقتصاد ته شاوخوا ۶۰ مليونه امريکايي ډالره زيانونه رسيږي.