په دې وروستيو کې د اوکراين د ختيځې سيمې حالات د ترينګلتيا په حال کې دی چې د دغه وضعيت تر شا د امريکا سيوری ليدل کيږي. د امريکا پوځي ادارې خبر ور کړی چې خپلې پوځي بېړۍ به په تور سمندرګي کې ځای پر ځای کړي؛ د امريکا ولسمشر، د بهرنيو چارو وزير او نورو څو لوړ پوړو چارواکو له اوکراين سره تګ راتګ او د نظريو تبادلې زياتې کړې دي. د امريکا تر لاسوهنې لاندې اوکراين د لويې پوځي شخړې له خطر سره مخ دی. دا يوازې د امريکا د هغو ګڼ شمېر کړنو يوه بېلګه ده چې د ديموکراسۍ په پلمه يې په بهر کې ګډوډۍ رامنځته کړې او نړيوالې سولې ته يې زيانونه رسولي دي.
د چين د بشري حقونو څېړنيزې اکاډمۍ د تازه خپور شوي راپور له مخې، له دوهمې نړيوالې جګړې راهيسې نژدې ټولو امريکايي ولسمشرانو د خپل ماموريت په موده کې په بهر کې جګړې پيل کړې او يا يې هم پکې لاس درلودلی دی. د يوې نابشپړې شمېرنې له مخې، د دوهمې نړيوالې جګړې له پای ته رسيدو څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د نړۍ د ۱۵۳سيمو په رامنځته شويو ۲۴۸ پوځي شخړو کې ۲۰۱ پوځي شخړې د امريکا له خوا رامنځته او جوړې شوې دي چې دا رقم د عمومي شمېر له ۸۱ سلنې سره برابر دی. په دغو جګړو کې نه يوازې ګڼ شمېر عسکرو ژوند له لاسه ورکړی، بلکې د عامو خلکو د سختې مرګ ژوبلې او مالي زيانونه او بشري ناورينونه يې رامنځته کړي دي.
که څه هم امريکا خپلو دغو تيريو او يرغلونو ته د قانوني نومونو ورکولو لپاره د (( پر ملي حاکميت باندې د بشري حقونو غوره توب)) او (( د بشر دوستۍ لاسوهنه )) پرده پرځان غوړولې ده، خو دغې پلمې د دغه هېواد ککړ نيتونه او د ناوړو کړنو بدې اغېزې نه شي پټولی.
امريکا له تېرو څو کلونو راهيسې د خپل تسلط او بادارۍ د ساتلو لپاره د هغو ټولو هېوادونو پر ضد ګامونه پورته کړي چې ترتيبات او غوښتنې يې نه مني، د پوځي بريدونو او يا د (( زرغون انقلاب )) د پارولوله لارې يې د نورو هېوادونو د سياسي قدرت د بدلولو لپاره هڅې کړې دي. په هغو هېوادونو کې چې د مجبوريت له مخې يې (( د امريکا ماډل ډيموکراسي )) منلې ده، د سياسي چارو د ګډوډۍ او د خلکو ژوند د ناآرامۍ حالت پکې شتون لري.
روان کال د ليبيا د داخلي جګړې او د سوريې بحران له رامنځته کېدو څخه لس کاله تير شوي دي. د امريکا تر لارښوونې لاندې (( د عربي پسرلي انقلاب )) د ليبيا په شمول د لويديځې آسيا او شمالي افريقا په هېوادونو کې د سختو زيانونو او ګډوډۍ سبب ګرځېدلي دي.
په سوريه کې چې دغه هېواد د منځني ختيځ مشهور سيلانيز هېواد او د نفتو مهم توليدي هېواد و، اوس د بې ځايه شوو او کډوالو سرچينه دی او لسګونه مليونه خلک بې کوره شوي دي.
شل کاله مخکې امريکا د ترهګرۍ ضد مبارزې په پلمه افغانستان ته خپل سرتيري ليږلي، خو د القاعدې ډلې او وسله وال طالبانو ته يې پوره ماتې نه ده ورکړې، بلکې د امريکا د عملياتو له امله د افغانستان حکومت د فشار او کمزورۍ له حالت سره مخ دی او د وسله والو طالبانو له خوا د کنترول سيمه پراخه شوې ده.
امريکا په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د جعلي تور په لګولو سره پر دغه هېواد بريد وکړ چې له امله يې دغه هېواد د ګډوډۍ په حالت لوېدلی دی او د افراطي ډلو په شمول ترهګريزو کړيو په لا پراخو سيمو کې خپل نفوذ خپور کړی دی.
د امريکا ډيموکراسۍ دغه هېواد ته هم زيانونه رسولي دي. له يوې خوا، له جګړه ځپلو هېوادونو څخه راغلي کډوال او ترهګريزې کړې اروپا او امريکا ته ننوتلې دي او د ملي امنيت خطرونه يې پېښ کړي دي. له بلې خوا د امريکا اعتماد او نفوذ د بيا بيا تيری کوونکو جګړو له امله زيانمن شوی دی او دغه هېواد د نړيوالې ټولنې له نيوکې سره مخ دی.
د امريکا د ولسمشر مرستيال په دې وروستيو کې په ناپامۍ کې دغه واقعيت بيان کړ چې د امريکا څو نسلونو له تېرو زياتو کلونو راهيسې د نفتو لپاره جګړې کړې دي. زياتو انترنيت کاروونکو په تمسخر په دې اړه کومنټونه کړي چې ولې دغې جګړې د نفتو لپاره دي؟ نه د ډيموکراسۍ او ازادۍ لپاره ؟