د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين بهرني تجارت پرمختګ کړی
cri2021-04-14 15:22:31
شريکول:

د چين حکومت د اپرېل په ۱۳مه نېټه د روان کال د لومړۍ ربعې لپاره د بهرني تجارت وارداتو او صادراتو شمېره خپره کړه چې له مخې يې د توکو وارداتي او صادراتي عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۹ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی چې په کې صادرات ۳۸ اعشاريه ۷ سلنه او واردات۱۹ اعشاريه ۳ سلنه زيات شوي دي.  له دې څخه څرګندېږي چې د روان کال  په لومړۍ ربعه کې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ عمليات د تېر کال له څلورمې ربعې راهيسې د دوباره رغونې خپلې ودې ته دوام ورکړی او په ۲۰۲۱ کال کې يې "ښه پيل" ترلاسه کړی دی.

د صادراتو له نظره ، د کرونا وبا واکسين د تزريق کچه ورځ تر بلې ډېرېږي او  نړيوالې اقتصادي رغونې يو ښه تحريک ښودلی. د سوداګرۍ نړيوال سازمان په دې وروستيو ورځو کې په نړۍ کې د توکو د سوداګرۍ زياتوالي انډول خپله وړاندوينه له ۷ اعشاريه ۲ سلنې څخه ۸ سلنې ته لوړه کړې. د بهرنۍ تقاضا زياتوالي د چين د صادراتو د ګړندۍ ودې لامل ګرځېدلی .

د وارداتو له نظره ، د چين صنعتي توليد ، پانګه اچونه او مصرف په پر له پسې توګه اعاده شوي او د وارداتو دوباره رغونې يې پرمخ وړې دي. سربېره پردې ، د امريکا په ګډون د لويو اقتصادونو د پيسو د نرمو پاليسيو تر اغېزې لاندې ، د وسپنو ، مسو او سويابين په ګډون د نړۍ د اجناسو قيمتونه مخ په لوړېدو دي چې د وارداتو وده يې هم ګړندۍ کړې ده. تر ټولو مهمه دا چې چين په مؤثره توګه د کرونا وبا مخنيوي او کنټرول او اقتصادي پراختيا همغږي کړې ده چې د بهرني تجارت دوامداره او سالم پرمختګ لپاره يې قوي ملاتړ برابر کړی.

په تېرو څو لسيزو کې د چين قوي بهرني سوداګريز ولايتونه ډېری په ختيځو ساحلي سيمو کې موجود دي او د نامتوازنې سيمه ييزې پراختيا ستونزه لا پر ځای او زياته وه. د روان کال د لومړۍ ربعې شمېرنه ښيي چې وضعيت په بدلېدو دی. د چين په منځنيو او لوېديزو سيمو کې د بهرني تجارت واردات او صادرات ۴۵ اعشاريه ۱ سلنه زيات شوي چې د بهرني تجارت د عمومي ودې په پرتله ۱۵ اعشاريه ۹ سلنه لوړ دي او د هېواد د وارداتو او صادراتو ۱۷ اعشاريه ۸ سلنه نيسي. دا ښيي چې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ سيمه ييز ترتيب لا نور هم ښه شوی دی.

ورخلاصون نه يوازې د چين لپاره ، بلکې د نړۍ لپاره هم مهم او ښه دی. د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو له شمېرو څخه ، موږ کولی شو په څرګنده توګه د همکارۍ ځواک وګورو.

په لومړۍ ربعه کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته د چين وارداتي او صادراتي ارزښت ۲۵۰۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی او د زياتوالي انډول يې ۲۱ اعشاريه ۴ سلنه دی. د چين او سيمه ييزې جامع اقتصادي ملګرتيا تړون (Regional Comprehensive Economic Partnershi ) کې ۱۴ ګډونوالو هېوادونو ترمنځ وارداتي او صادراتي اندازه ۲۶۷۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلې چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۲ اعشاريه ۹ سلنه زياته شوې او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۳۱ اعشاريه ۵ سلنه نيسي.  دا په بشپړ ډول ښيي چې ورخلاصون او همکارۍ لاهم د نړيوال اقتصادي پرمختګ اصلي موضوع ده.

له دې امله چې کرونا وبا لاهم په نړيواله کچه د خپرېدا په حال کې ده ،نړيوال اقتصادي وضعيت لاهم پېچلی او سخت دی او د بهرنی تجارت پرمختګ لا هم د ډېرې بې ثباتۍ او نامعلومو عواملو سره مخ دی. د چين لپاره ، کليدي خبره د بهرني تجارت د دوامداره پرمختګ ساتلو لپاره د غوره شرايطو رامنځته کول دي تر څو د نړيوال اقتصاد د ثابتې اعادې سره مرسته وکړي.