د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په څوارلسمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د ايران د نطنز په ذروی تأسيساتو کې د تخريبي عمل سخته غندنه کوي. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې پر ذروي تأسيساتو بريدونه ډېرې بدې کړنې دي او ښايي د سختو نتيجو سبب وګرځي، چين له دغسې کړنو سره ټينګ مخالفت کوي. د ايران د اټومي انرژۍ سازمان مشر علي اکبر صالحي دغه بريد (( ذروي ترهګري )) وبلله.
جاو لي جيان وويل، چين پر دغه دريځ ټينګار کوي چې د ايران ذروي مسئله بايد له سياسي او ډيپلوماتيکو لارو چارو حل شي.