شي جين پينګ په چين کې د افغانستان سفير باور ليک منلی دی
CRI2021-04-15 11:26:21
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په څوارلسمه نېټه په بېجينګ کې د افغانستان د سفير جاويد احمد قايم په شمول په چين کې د ۲۹ بهرنيو سفيرانو باورليکونه منلي دي.

شي جين پينګ له دغو بهرنيو سفيرانو سره ګډ عکس واخيست او يوه وينا يې وکړه. نوموړي د سفيرانو له لارې د دغو هېوادونو مشرانو ته خپل سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.