چين: مختلفې خواوې بايد د ټولو خنډونو په ليرې کولو سره د ايران ذروي مسئلې په اړه روانې خبرې اترې پرمخ بوزي.
CRI2021-04-16 10:16:21
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د ذروي مسئلې په اړه د ګډ اقدام جامع پلان د ګډ کمېسيون نوی پړاو غونډه د اپريل په ۱۵مه نېټه د اطريش په ويانا کې د امريکا او ايران لخوا د ياد تړون د بيا پلې کولو په موخه تر سره شوه. د ايران د خارجه وزارت مرستيال، د روسيې، برېتانيا، فرانسې او جرمني اړوندو چارواکو او په ويانا کې د م م په مقر کې د چين دايمي استازي وانګ چون په دغه غونډه کې ګډون وکړ. 

د چين دايمي استازي وانګ چون څرګنده کړه چې چين د نطنز په ذروي تاسيساتو کې تخريبي پېښې ته پام کړی او ور سره ټينګ مخالفت کوي. دا چې ايران د لا زياتو سنترفيجونو د سمبالولو او د يورانيمو د غني کولو خالصوالي د لوړولو اعلان وکړ، اړوندو هېوادونو په ۱۴مه نېټه يوه ګډه اعلاميه خپره او اندېښنه يې څرګنده کړه. چين هيله لري چې اړوندې خواوې صبر وساتي او له حده سخت غبرګونونه دې و نه ښيي. 

نوموړي زياته کړه چې اړوندې خواوې بايد د شته خنډونو په ليرې کولو سره د ايران ذروي مسئلې په اړه روانې خبرې اترې پرمخ بوزي څو امريکا او ايران د تړون د پلې کولو په اړه موافقې ته ورسېږي.

( سپوږمۍ)