د استراليا صدراعظم: خپل سرتېري به په سپتمبر کې له افغانستانه وايستل شي
CRI2021-04-16 12:08:41
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د استراليا صدراعظم سکوټ موريسن د اپريل په ۱۵مه نېټه اعلان کړی، چې په افغانستان ميشت د استراليا سرتېري به په سپتمبر کې له دغه هېواده وايستل شي.

موريسن وويل، د استراليا حکومت په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې خپل ۱۵۰۰ سرتېري ۸۰ ته کم کړي. استراليا به له امريکا او نورو ملګرو سره يو ځای خپل سرتېري وباسي. هغه زياته کړه، چې له ۲۰۰۱ کال راهيسې د استراليې ۴۱ سرتېري په افغانستان کې وژل شوي او زيات شمېر ټپيان او له روحي ستونزو سره مخ دي.