د شينجيانګ په يوې کورنۍ کې د روژې ژوند
CRI2021-04-16 16:25:58
شريکول:

د شينجيانګ په کاشغر سيمه کې د يکن ولسوالۍ اوسيدونکی عبتيجان سالي سږ کال ۵۲ کلن دی او د لباسونو پلورلو يو دکان لري. د اپريل له ۱۳مې نيتې څخه يې د روژې په نيولو پيل وکړ. هغه وويل، زه هره ورځ روژه نيسم او د لمر له لويدو وروسته مې ډوډۍ خورم. خبريال د روژه ماتي پر مهال له ده سره په کور کې ميلمه شو، سالي او د ده ميرمن ډول ډول وچې ميوې، تازه ميوې، پلو، کباب او ډول ډول خوراکونه پر ميز باندې کېښودل.

په هغه وخت کې د التون جومات ته نژدې واټ کې ګڼه ګوڼه وه. په شينجيانګ کې ډول ډول خوراکونه خوړل کيږي چې بازار د شپې تر دوولسو بجو پورې پرانيستی وي .