د چين د جي نان پوهنتون د شينجيانګ په اړه څېړنيز راپور خپور کړ
cri2021-04-16 16:37:26
شريکول:

د چين د جي نان پوهنتون د شينجيانګ په اړه څېړنيز راپور خپور کړ

د چين نيوز اژانس د خبر له مخې د چين د جي نان پوهنتون د کمونېکېشن او سرحدي ادارې څيړنيز انسټيټيوټ د اپريل په ۲۳مه نېټه په نورو سيمو کې د شينجيانګ د لږکو د مزدورۍ په هکله څيړنيز راپور خپور کړ او پکې يې په ګوانګ دونګ ولايت کې د دوی د مزدوزۍ حالت انځور کړ. کارپوهانو په همدې ورځ د چين نيوز اژانس له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په نورو سيمو کې د شينجيانګ د لږکو مزدوري د دوی خپل انتخاب دی او د دوی له خوا د نيکمرغه ژوند د لټولو ښکارندويي کوي.

څيړونکو ياد راپور چې ۱۸ زره کليمې لري، خپور کړ او د مرکې او پلټنې په شمول له څيړنيزو لارو چارو څخه په استفادې سره يې د ګوانګ دونګ ولايت په پنځو تصديو کې د اويغوري، قزاقي، قرغيز او تاجکي قومونو په شمول د لږکي قومونو له اوياوو تنو سره خبرې وکړې او په دغو تصديو کې يې د دوی د مزدورې د لامل، ورځني ژوند، د دوی د لوړو ژورو او راتلونکو پلانونو په باب معلومات تر لاسه کړل. له دې لارې يې د جرمنۍ کارپوه ادريان زنز په شمول د لويديځو هېوادونو هغه دروغ  رد کړل چې د چين پر شينجيانګ يې تورونه لګولي دي.

د دغه راپور له مخې لوړ مياشتنۍ معاش د چين په نورو سيمو کې د دغو لږکو د مزدورۍ تر ټولو مهم لامل دی. په يادو پنځو تصديو کې د لږکيو قومونو د ۴۷۴ تنو کارکوونکو مياشتني معاش په منځني توګه له ۴۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ يوانو پورې دی. د شينجيانګ د لږکو قومونو د کارکوونکو کلني عايدات له ۴۹۵۰۰ څخه تر ۷۱۵۰۰ يوانو پورې دی چې دغه شمېر د شينجيانګ د علاقه داريو او ښارونو د اوسېدونکو له عايداتو څخه ډېر زيات دی.

په دې راپور کې هم راغلي چې ۴۵ سلنه د لږکيو قومونو وګړي غواړي چې په تصديو کې د عايداتو د زياتوالي لپاره هڅې وکړي او ۳۱ سلنه يې خپل ټاټوبي ته د ستنېدو هيله لري او غواړي هلته خپلې چارې جوړ کړي.  د دې ترڅنګ ۲۳ سلنه يې پلان لري چې ګوانګ دونګ ولايت ته کډه وکړي او هلته ژوند وکړي.