ايا کوم هېواد د امريکا کړنې زغملای شي؟
فرشته2021-04-16 15:47:04
شريکول:

په دې وروستيو ورځو کې د امريکا د فيدرالي پلټنې بيورو (FBI) پخوانۍ ژباړونکې سيبل ادموندس د شينجيانګ په اړه يوه ويډيويي مرکه،چې په ۲۰۱۵ کال کې خپره شوې وه، دوباره خپره شوې ده. هغه په دې ويډيو کې شينجيانګ کې د د ګډوډۍ رامنځته کېدو په برخه د امريکا پلان په ډاګه کړی، چې د امريکا له اوسنيو کړنو سره پوره سمون لري.

ادموندس وويل، ((شينجيانګ د چين د انرژۍ لپاره يوه لويه سرچينه ده. موږ غواړو په چين کې په جنسيتي او نژادي برخو کې شخړې جوړې کړو. د مثال په توګه، موږ به په قصدي توګه د شينجيانګ ملي لږکي وپاروو چې دوی په چين کې خپلې ځمکې نه لري او بايد د چين له ادارې سره مخالفت وکړي. موږ به ورته ووايو چې دوی اوس د مجبور کېدو او د قتل کېدو په حالت کې دي.))

دا تصادفا نه دی چې BCI (Better Cotton Initiative) د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۲۱مه نېټه يوه اعلاميه خپره کړه او و يې ويل چې د چين په شينجيانګ کې پر بشري حقوقو تېری او په خلکو په زور کارونه کېږي. نو له دې امله يې پرېکړه وکړه چې شينجيانګ ته د BCI باورليک ور نه کړي. د معلومات له مخې، BCI د امريکا د نړيوال پرمختګ اجنسي، د جرمني د تخنيکي همکارۍ تصدۍ، د سويس د فيدرالي اقتصادي چارو عمومي ادارې او د ډنمارک د نړيوال پرمختګ اجنسي لخوا پانګونې شوې دي.

د BCI د يادې اعلاميې له خپرېدو وروسته، د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې H&M کمپنۍ هم يوه اعلاميه خپره کړه چې د شينجيانګ پنبه به نه پېري. له هغه وخت راهيسې يو شمېر نړيوالو کمپنيو هم پر H&M پسې د شينجيانګ پنبې پېرل متوقف کړل. يادې کمپنۍ له يوې خوا له چينايانو څخه د تجارت له لارې پيسې ګټي، له بلې خوا د شينجيانګ د بشري حقوقو په برخه کې پر چين تور لګوي. دوی ويلي چې د شينجيانګ پنبو د حاصلاتو په بهير کې کارکوونکي په زور کارونو ته مجبورېږي. خو دا خبره بيخي بې اساسه ده. په شينجيانګ کې د پنبې ۷۰ فيصده محصولات د ماشين لخوا راټولېږي، او په شمالي شينجيانګ کې ۹۵ فيصده محصولات د ماشين لخوا راټولېږي.

سره له دې چې امريکا خلکو ته ځان داسې ښوده چې د بشري حقوقو په برخه کې له نړيوالو سره مرسته کوي، خو ادموندس په دې ويډيو کې حقيقت ډاګيز کړی، (( موږ هيڅکله د عامو خلکو ګټو ته پاملرنه نه کوو، بلکې موږ د خلکو د استعمالولو له لارې خپل هدف ته رسېږو.))

امريکا اوس په مسلسله توګه د شينجيانګ په اړه دروغ خپروي. خو ادموندس مخکې دا منلی چې د چين خبره د امريکا په پرتله حقيقي ده، خو اکثريت خلک د امريکا پر خبرو اعتماد لري، حتی د نيويارک ټايمز ورځپاڼه هم د شينجيانګ په اړه هدفي خبرونه خپروي.

ادموندس لا هم په وياړ سره ويلي، چې امريکا غواړي له هغو لارو چارو، چې مخکې په افغانستان، اوکراين او عراق کې کارول شوې، په شينجيانګ کې ګډوډي رامنځته کړي. د امريکا داسې تسلط غوښتنې  نړيوال نظم ته زيانونه رسولي دي. نو آيا کوم هېواد د امريکا داسې کړنې زغملای شي؟