د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د اپرېل په ۱۵مه نېټه وويل، ايران به د يورانيومو د غني کولو کچه ۶۰ سلنې ته لوړ کړي، خو د دې کار موخه د ذروي وسلو جوړول نه دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت اژانس د خبر له مخې، روحانې په همدې ورځ د تېلو د تصفيه کولو پروژې د پېلدو په مراسمو کې ويلي، چې ځينی کسان په دې اند دي، چې ايران د يورانيومو د غني کولو کچه ۶۰ سلنې ته لوړه کړې، موخه يې د ذروي وسلو جوړولو لپاره د ۹۰ سلنه يورانيومو توليدول دي، دا ناسم نظر دی.
هغه د ايران د ذروي وسلو په اړه د ګډ اقدام په جامع تړون کې د امريکا د بيا ګډون په اړه وويل، امريکا دې په دې تړون کې بيا ګډون وکړي او پر ايران دې خپل بنديزونه لغوه کړي. (شکريه)