د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه، هغه خبره چې وايي له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو موخه د چين له اړوندو ننګونو سره مقابله ده، د چين او امريکا ترمنځ د متقابل باور په ګټه نه ده.
د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر جوبايډن په ۱۴مه نېټه اعلان وکړ چې امريکا په افغانستان کې خپله ستراتيژيکي موخه پوره کړې او د مې له لومړۍ نېټې څخه د سپتمبر تر ۱۱مې نېټې پورې به خپل ۲۵۰۰ پوځيان ټول وباسي. امريکايي لوري دا هم وويل چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو ايستل هم له چين سره د سيالۍ او له اړوندو ننګونو سره د مقابلې لپاره دي.
وياند جاو لي جيان اړوندو پوښتنو ته په ځواب کې دې ته اشاره وکړه چې امريکا د افغانستان مسئلې تر ټولو ستر اغېزه لرونکی بهرنی عامل دی. د امريکا اړونده پرېکړه او کړنې بايد د افغانستان ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته پوره درناوی وکړي، خپل مسؤليت دې پر غاړه واخلي، د افغانستان د بيا رغونې لاسته راړونې دې وساتي او د سيمه ييزو هېوادونو اندېښنو ته دې پام وکړي.
( سپوږمۍ)