چين يو ځل بيا له جاپان څخه غوښتنه وکړه چې د ذروي برېښناکوټ ککړې اوبه سمندر ته و نه بهوي
CRI2021-04-17 14:39:39
شريکول:

مخکې جاپان پرېکړه کړې وه چې د ذوري برېښناکوټ ککړې اوبه سمندر ته وبهوي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۱۶مه نېټه په مطبوعاتی غونډه کې يو ځل بيا له جاپان څخه غوښتنه وکړه چې خپل مسئوليت په پوره ډول وپېژني او په علمي سويه نړيوال مسئوليت تر سره کړي. د اړوندو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له موافقی مخکې، جاپان نه شي کولی چې سمندر ته ککړې اوبه وبهوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا درې کارپوهانو د اپريل په ۱۵مه نېټه يوه ګډه اعلاميه خپره کړه او د جاپان د يادې پرېکړې په اړه يې افسوس څرګند کړ. دوی وويل، د جاپان دغه کړنه به د ارام سمندر په سيمه کې د مليونو کسانو پر ژوند ناوړه اغېزه وکړي او دا له بشري حقوقو سرغړونه ده. د ارام سمندر د ټاپوګانو فورم، فليپين او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت هم د جاپان د يادې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او له و يې غوښتل چې جاپان بايد ټول ضروري لازم تدبيرونه ونيسي څو چې سمندر، په تېره بيا ايکولوژيکي محيط ته زيان و نه رسېږي.