روسيي چين پېژندونکی: د کرونا وبا وښودله چې د بحران په موده کې د معلوماتو په اړه د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د اعتماد کمزورتياوې وې
CRI2021-04-17 15:43:06
شريکول:

د روسيې د سپوټنيک اژانس (Sputnik) د خبر له مخې، د چيني کلتور پېژندونکی روسي کارپوه او د روسيې د علمي اکاډمۍ د ليري ختيځ څېړنيز انستېتيوت مشر اليکشي ماسنوف له خواليکل شوی کتاب چې نوم يې (( د چين ۲۰۲۰کال)) دی، د اپريل په پای کې به په چين کې خپور شي. نوموړي په دغه کتاب کې په دې اړه معلومات ورکړي دي چې چين څرنګه په لنډه موده کې د کرونا وبا ضد مبارزه کې برياليتوب تر لاسه کولو وتوانېده او کرونا وبا د چين پر اقتصاد څه اغېزې وکړې؟ ليکوال په دغه کتاب کې د چين د برياليتوب پر وړاندې د امريکا د اندېښنې سبب او په نړيواله صحنه کې له چين سره د امريکا د مقابلې په اړه هم خبرې کړې دي.

ماسنوف د سپوټنيک له خبريال سره په مرکه کې وويل، هغه غواړي د دغه کتاب له لارې په دې اړه معلومات شريک کړي چې چين څنګه د بحران ضد اغېزمن ګامونه پورته کړي دي او څرنګه په پېچلو نړيوالو حالاتو او اقتصادي حالت کې خپل ثابت پرمختګ ساتلی دی. نوموړي دې ته اشاره کړې، (( د مسئلې د رامنځته کېدو په پيل کې پر چين د بريدونو غږونو څپه پورته شوې ده هغه چې د امريکا له خوا پارول شوې وه او د معلوماتو د بې اعتمادۍ نتيجه ده. کمه چې دغه بې اعتمادي د بحراني وضعيت پر مهال لا زياته او سخته شوې ده. ))