فرانسوي لیکوال مکسيم ويواس: پر شينجيانګ د لوېديځو هېوادونو تورونه به د وخت په تېرېدو سره غلط ثابت شي
CRI2021-04-17 14:45:16
شريکول:

فرانسوي لیکوال او خبريال مکسيم ويواس له سينهوا اژانس سره په مرکه کې وويل، د شينجيانګ په اړه د لوېديځو هېوادونو دروغ او بې اساسه تورونه به د وخت په تېرېدو سره غلط ثابت شي.

ويواس په ۲۰۱۶ کال او ۲۰۱۸ کال کې له شينجانګ څخه لیدنه کړې وه. هغه په شينجيانګ کې د ټولنې او اقتصاد لوی پرمختګونه کتلي دي. ويواس وويل، مخکې شينجيانګ وروسته پاتې و، خو د چين حکومت هلته اړوند اغېزمن مرستندويه تدبيرونه نيولي دي. په شینجيانګ کې په تېرو مسلسله څلورو کلونو کې هيڅ ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې، دا د مرستندويه تدبيرونو او د ملي ژبې او مسلکي مهارتونو ښوونې او روزنې په برخه کې د زياتو هڅو برکت دی.