هان جنګ د اقليمي مسئلې په اړه د امريکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان کيري سره خبرې اترې وکړې
CRI2021-04-17 14:28:35
شريکول:

د چين د صدراعظم مرستيال هان جنګ د اپريل په ۱۶مه نېټه په انلاين ويډيويي توګه د اقليمي مسئلې په اړه د امريکا د ولسمشر له ځانګړي استازي جان کيري سره خبرې اترې وکړې.

هان جنګ وويل، چين غواړي له امريکا سره په ګډه د اقليمي بدلون پر ضد خپل امکانات او وړتياوې وکاروي، خبرې اترې او همکارۍ وساتي او له بېلابېلو خواوو سره د پاريس تړون پلي کولو بهير ته وده ورکړي.

کيري وويل، چين د اقليمي بدلون پر ضد ډېرې هڅې کړې دي. امريکا غواړي له چين سره د نظريو تبادله ټينګه کړي، همکارۍ ژورې کړي او د پاريس تړون ژر پلي کړي.