په استراليا کې د نژادي تصفيې پاڼه
CRI2021-04-17 14:56:31
شريکول:

د استراليا مشهور ليکوال او خبريال پاول ډالي (Paul Daley) په دې وروستيو کې د بريتانيا پر ورځپاڼې ګارډين باندې ((د اسياليايي الاصه بومي خلکو د توقيف په موده کېد مړينې راپور )) د خپرېدو د ۳۰مې کليزې په وخت کې يوه ليکنه خپره کړه. نوموړي په دې ليکنه کې ليکلې چې (( که دغه مړه شوي کسان اصلي بومي خلک نه دي او سپين پوستي دي، دغه هېواد دغسې وضعيت زغملی شي ؟ ))

د ۱۹۹۱ کال د اپريل په پنځمه نېټه د استراليا شاهي کمېسيون د دغه هېواد د اصلي بومي خلکو د توقيف په موده کې د مړينې په اړه د پلټنې راپور خپور کړ. په دې ارپور کې راغلي چې په دغه هېواد کې د اصلي بومي خلکو د توقيف په موده کې د دغو کسانو د مړينې مسئله د قانون اجرائيه سیستم يوه لويه کمزوري ده. که څه هم د دې راپور له خپرېدو څخه دېرش کاله تير شوي دي، خو په دې برخه کې ښه والی لا نه دی رامنځته شوی. د ګارډين ورځپاڼې لخوا خپرې شوې شمېرنې ښيي چې له تېرو دېرشو کلونو راهيسې په استراليا کې لږ تر لږه ۴۷۴ اصلي بومي وګړي د توقيف په موده کې مړه شوي دي.