شي جين پينګ د فرانسې او جرمني له مشرانو سره ويډيويي غونډه تر سره کړه
CRI2021-04-17 14:35:37
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې د فرانسې او جرمني له مشرانو سره ويډيويي غونډه تر سره کړه. هغه وويل، چين به د کاربن ايستنې د کمښت په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي او غواړي له فرانسې او حرمني سره په دې برخه کې همکارۍ لا ټينګې کړي.

شي جين پينګ وويل، د اقليمي بدلون پر ضد چارې د ټولو انسانانو ګډې چارې دي او بايد د جغرافيايي سياست او د تعرفې دېوال بهانې و نه ګرځي. چين به پر دې ټينګار وکړي چې بېلابېلې خواوې دې برابر، ګډ خو بېلابېل مسئوليتونه ولري، تر خپلې وسې پورې دې هڅه وکړي، د اقليمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ګډ تړون او د پاريس تړون پلي کولو بهير ته دې وده ورکړي او د اقليمي بدلون پر ضد د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکارۍ دې زياتې کړي.

د يادو درېو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې پر څواړخيزتوب دې ټينګار وکړي، د پاريس تړون دې پوره پلی کړي، د اقليمي پاليسۍ په اړه تبادلې او د شين پرمختګ په برخه کې همکارۍ دې ټينګې او لا پراخې کړي، د کون مينګ د بيولوژيکي متنوع تړون د ۱۵مې دورې غونډه دې په ښه توګه تر سره کړي، د کرونا وبا ضد واکسين د ورکولو پلان څخه دې ملاتړ وکړي، د نړيوالو سوداګريزو او تجارتي همکاريو د دوباره عادي کېدو ته دې وده ورکړي او له پرمختيایي هېوادونو څخه دې ملاتړ وکړي چې د انرژۍ صورتونه يې د لوړ مؤثريت، پاکوالي او متنوعيت په لوري پرمختګ وکړي.