د چين اقتصاد د ښې او چټکې احيا په حال کې دی
CRI2021-04-17 12:50:11
شريکول:

د چين حکومت د اپريل په شپاړسمه نېټه د روان کال په لومړۍ ربعه کې د دغه هېواد اقتصادي شمېرنه خپره کړه. د لومړنۍ شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړيو دريو مياشتو کې د چين د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۲۴۹۳۱ ميليارډو يوانو ته رسيدلی دی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۸ اعشاريه ۳ سلنه زيات شوی دی. شک نشته چې دغه وضعيت د روان کال د چيني اقتصاد ښه پيل دی. د چين اقتصاد د دوامدارې او ثابتې بيا سمسورتيا په حال کې دی، د ننګونو او فشارونو ضد پياوړی توان لري او د نړيوال اقتصاد د اعاده کېدو په جريان کې د نورو اقتصادونو په لړ کې مخکښ دی چې دا د توليدي چارو او کارونو د دوباره پيل او اقتصادي ودې په برخه کې د دغه هېواد له کوښښونو څخه رامنځته شوې نتيجه ده.

د کورنيو توليداتو پر عمومي ارزښت سر بيره، د دغه هېواد نور اقتصادي شاخصونه هم د پام وړ دي چې د زياتوالي انډول يې له لسګونو څخه اوښتی دی. مصرف د چيني اقتصاد په سالم پرمختګ کې ډېر مهم رول لري او د تېر کال د دغه هېواد د کورنيو توليداتو  عمومي ارزښت له ۵۴ اعشاريه ۳ سلنې برابر و. زياتو نړيوالو خبري رسنيو او تجارتي ويبپاڼو خبر ورکړی چې په تېر مارچ کې د چين په ټولنه کې د استهلاکي توکو د پرچون خرڅلاو ارزښت  د تېر کال د مارچ په پرتله ۳۴ اعشاريه ۲ سلنه زيات شوی دی او دا رقم د ريوترس اژانس تر اټکل يعنې ۲۸ سلنې لوړ دی. دغه لاسته راوړنه له دې سره تړاو لري چې د چين حکومت د کورنيو اړتياوو او مصارفو د هڅولو لپاره اغېزمنې تګلارې پلې کړي، چينايانو د عايداتو د دوباره لوړوالي له امله لګښتونه زيات کړي او د مصرفي چاپيريال د ښه والي امله يې باور لوړ کړی دی.

چين به ژر په نړۍ کې د پرچون خرڅلاو تر ټولو لوی بازار وګرځي. له اټکل څخه د چيني اقتصاد لا چټک پرمختګ په تيره بيا د دغه هېواد وارداتي اړتياوې او د نړيوالو تصديو پانګونو ته اړتياوې د نړيوال اقتصاد د احيا لپاره ګټورې دي.

نوښت د چيني اقتصاد يو جذابه عامل دی چې له امله يې د زياتو نړيوالو تصديو پانګونه يې راجلب کړې ده. د روان کال په لومړۍ ربعه کې  د لوړې تکنالوژۍ د توليدي صنعت او تجهيزاتو توليدوونکي صنعت د زياتوالي اندازې په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱ اعشاريه ۲  سلنه او ۳۹ اعشاريه ۹ سلنه زياتې شوې دي چې د زياتوالي انډول يې د نورو صنايعو په پرتله لوړ دی.

د چين اقتصاد د خپلې احيا په جريان کې د سوداګريزو لارو د اعاده کولو او اومو موادو او استهلاکي توکو ته د اړتياوو د زياتوالي له لارې د نړۍ پر نورو سيمو مثبتې اغېزې کړې دي. نړيوال پولي صندوق د اقتصادي وړاندوينې په تازه راپور کې د روان کال د چين د اقتصادي پرمختګ اټکل له ۸ اعشاريه ۱ سلنې څخه ۸ اعشاريه ۴ سلنې ته لوړ کړی دی.

د چين د اقتصادي پرمختګ د اوسنيو شرايطو ته په کتو باور لرو چې د نړۍ د دغه دوهم لوی اقتصاد د احيا وضعيت د خوشبينۍ وړ دي او د نړيوالې اقتصادي احيا بهير به ترې ښې او مثبتې ګټې واخلي.