د بي بي سي سره په يوه انلاين مرکه کې وياند څو څو ځلې د يوه امريکايي کارپوه په خبرو کې ورلويد
CRI2021-04-17 16:23:25
شريکول:

د امريکا مشهور اقتصادپوه جيفري ساکس پر ځايي وخت د اپريل په پنځلسمه نېټه د بي بي سي له خبريال سره انلاين مرکه درلوده. که څه هم د دغې مرکې اصلي موضوع اقليمي بدلون دی، خو د پروګرام وياند د مرکې په پيل کې له پوښتنې مخکې (( پر بشري حقونو د چين تيری )) ياد کړی. ساکس په ځواب کې وويل، (( نه پوهيږم چې ولې بي بي سي يوازې پر چين نيوکه کوي، ولې پر بشري حقونو د امريکا د تيريو په اړه خبرې نه کوي؟ )) ورپسې نوموړي په خپلو خبرو کې د نورو هېوادونو پر بشري حقونو د امريکا د تيريو بېلګې بيان کړې، خو د ده خبرې څو څو ځلې د وياند لخوا پرې شوې دي. ساکس وياند ته په قهر وويل، مهرباني وکړئ لومړی زما خبرې واورئ، زما په اند ستا څرګندونې ډېرې عجيبې دي او د منلو وړ نه دي.